د فولکلوریکو ژانرونو د ثبت او خپرولو لارې چارې

 
 
مخکې له دې، چې په اصلي موضوع باندې خبرې وشي، د سرلیک په لیدلو سره لوستونکي ته ځینې پوښتنې پيدا کیږي، چې:
- فولکلور یعنې څه؟
- فولکلوري ژانرونه څنګه ثبت کړو؟
- فولکلوري ژانرونه څه ډول خپاره کړو؟
د پورتنیو پوښتنو د ځواب له پاره ادبپوهانو ګڼ شمېر نظریات وړاندې کړي، لارې او طریقې یې ورته څرګندې کړې دي، چې د بحث په لړ کې به ورباندې په ځوابي بڼه مفصلې خبرې وشي.
د لومړی پوښتنې ځواب:
د فولکلور په باب لنډې خبرې:

  • د فولکلور کلمه (Folklore) د لومړي ځل له پاره د یوه انګریز پوه او نامتو فولکلوریست (William john thoms) له خوا په انګریزي متن کې استعمال شوې ده او له همدې امله، فولکلور انګریزي کلمه ګڼل کیږي.
د فولکلور لغت له دوو توکو څخه جوړه شوی، چې (فولک) د خلکو په مانا او (لور) پوهې او حکمت ته ویل کیږي.
فولکلور ته په دري ژبه کې (فرهنګ عوام) یا (فرهنګ مردم) او کله کله (فرهنګ توده) وايي، په ترکي ژبه کې ورته خلقیات ویل کیږي.
په پښتو ژبه کې ورته شفاهي ادبیات، ولسي ادبیات، ولسي پوهه (هغه څه چې د عام ولس او عامو وګړو له لوري د هغوی په ژوند کې را منځ ته شوي او را منځ ته کیږي).
محمد داود وفا د خپل کتاب (فولکلور پېژندنې لارښود) په لومړي مخ کې یو نظر راړی، چې د فولکلور د مطالعې پراخوالی داسې بیانوي:
((له اسمان نه لاندې د ځمکې پر سر ټول هغه کړه وړه، چې په بېلابېلو ټولنو کې یې انسانان تر سره کوي، د هر ولس د ځانګړي فولکلور برخه ګڼل کیږي)).
ولسي ادبیات د عامو وګړو د حقیقتونو مجموعه او د دوی عنعنوي سرمایه ده، فولکلور یا شفاهي ولسي پوهه، د یوې ټولنې کلتوري نورمونه او د هغې ټولنې د وګړو ټولنیز ارزښتونه بیانوي.
هغه څه چې د عامو او ولسي وګړو له خوا ویل شوي او ویل کیږي؛ لکه: د خلکو دودونه، ارزښتونه، کړه وړه، انګېرنې، کږنې، خرافات، عامې سندرې، خاصې سندرې، متلونه، کیسۍ، لنډۍ، نکلونه، ټوکې ټکالې او نور... شامل دي.
دغه فولکلوري ژانرونه له یو نسل څخه بل نسل ته سینه په سینه له ډېرو پخوا زمانو په میراث راتې دي
ډېرو لیکوالو فولکلور د کلتور له خورا ارزښتمنو برخو څخه ګڼي، خو زما په اند له کلتوري مسایلو څخه د فولکلور ساحه پراخه ده، هغه څه چې په فولکلور کې مطالعه کیږي د ایجاد او منځ ته راتګ سرلیکونه یې له هغه څه چې د یوې ټولنې په کلتور کې مطالعه کیږي پراخ او ډېر دي، فولکلور د ګڼ شمېر تاریخي، ټولنیز او د انساني ژوندانه د ټولو کړو وړو ارزښتونو او مسایلو په څېړنه او سپړنه کې ګټور تمامیږي. له فولکلوري موادو څخه د ټولنیزو پوهنو څېړونکي په علمي څېړنو کې پوره پوره کار اخلي او له همدې لارې ټاکلې موضوع ته په اسانۍ سره ځان رسوي.




د دویمې پوښتنې ځواب:
  • دا چې فولکلوري ژانرونه ( د عامو ولسي وګړو د ژوندانه کړه وړه) څنګه ثبت، را ټول او خوندي کړو، ددې کار له پاره ادبپوهانو ځینې لارې چارې ښودلې دي، چې دلته به په مفصل ډول رڼا پرې واچول شي:
ټول علوم، که هغه سائینسي - عصري علوم دي او که ټولنیز – بشري علوم دي، د یو لړ ټاکلو مېتودونو په اساس د پرمختګ په لور ګام اخلي، دلته به په عام ډول د مېتود او تکتیک پېژندنه وکړو او د سروې مېتود چې د فولکلوري څېړنو له پاره یو منل شوی مېتود دی هم خبرې وکړو ورپسې به د سکالو په اصلي محور بحث ترسره شي:
 
د مېتود، تکتیک یا تکنیک تعریف:
مېتود یوناني کلمه ده، چې لارې او طریقې ته ویل کیږي، یعنې موخو ته د رسېدلو لاره یا د یوه فعالیت د تنظیمولو طریقه.
په ټاکلو مېتودونو کې له یو لړ هنري چل ول او ځیرکتیاو کار اخیستلو ته تکتیک یا تکنیک وايي.
یا دا چې: په څېړنیزو مېتودونو کې د یوې سیمې د وګړو په معیار ځان برابرول یو غوره تکتیک دی.
د ادبي څېړنو په چوکاټ کې هم ګڼ شمېر مېتودونه کارول کیږي، چې د فولکلوریکو څېړنو له پاره تر ټولو منل شوی، مېتود د (سروې) مېتود دی.
څېړونکی، فولکلوریست او د فولکلوري موادو راټولوونکی مکلف دی، چې خپلې ټاکلې موخې ته د رسېدو په پار سیمه اییز کار وکړي او کلي په کلي وګرځي، مخکې له دې چې څېړونکی په یوه سیمه کې څېړنه پیل کړي، لازمي ده، چې لومړی د هغې سیمې له پوهو او مشرانو اشخاصو سره د خپل کار د ارزښتونو په باب خبرې وکړي، تر څو هغوی او د سیمې نور وګړي دې ته چمتو شي، چې فولکلوریست ته هر راز معلومات په لاس ورکړي او دا کار د څېړونکي سره په علمي څېړنو کې خورا ګټور تمامېدای شي.
څرنګه چې ولسي ادبیات د ولسي وګړو میراث دی، همدغه میراث باید په اصلي بڼه وساتل شي، راټولونکی یا فولکلوریست باید په پام کې ولري، چې د عوامو ادبیات لکه څنګه چې دي په هماغه بڼه یې را ټول کړي او په هماغه ډول يې بې له بدلونه خپاره هم کړي.
د لیکوال، څېړونکي، فولکلوریست او د فولکلوري ژانرونو د را ټولوونکي له پاره دا اړینه ده، چې د فولکلور په معنا او ځانګړنو پوره پوه وي او د فولکلوري پدیدو خصوصیات او بریدونه وپېژني، د فولکلور ټولونې له مېتودونو سره اشنايي او بلدتیا هم د پام وړ ده.
که چېرې فولکلوریست پورتنیو موضوعاتو سره بلدتیا ونه لري فولکلور څېړونکي یې را ټولو کړو فولکلوري موادو ته ارزښت نه ورکوي او زیار یې په عبث حسابوي.
څېړونکي یا فولکلوریست ته ښایي چې د شفاهي ادبیاتو د ثبت پر مهال لاندې توکي په پام کې ونیسي:
۱ – د موخو د تر لاسه کولو له پاره د علمي څېړنو د ثبت پر مهال په سیمه کې عادي او نورمال شرایط برابرول.
۲ – د موخو د تر لاسه کولو له پاره د علمي څېړنو د ثبت پر مهال له ځانګړو تکتیکونو کار اخیستل.
۳ – د موخو د تر لاسه کولو له پاره د علمي څېړنو د ثبت پر مهال د کلي یا سیمې له مخورو او یا پوهو کسانو سره د اړوند کار په هکله مفاهمه او اړیکې ساتل.
۴ – څېړونکی یا فولکلوریست مکلف دی، چې د فولکلوري اثر ارزښت خوندي وساتي، هر ډول لاسوهنه فولکلوري اثر ته زیان رسوونکې شمېرل کیږي او د ثبت پر مهال د امانتدارۍ خیال ساتل اړین دي.
فولکلوریست ته بویه، چې د راوي بشپړه پېژندنه هم ثبت کړي؛ نوم، عمر، د سواد کچه، سفرونه، دا موضوع چې ترې اورېدل کیږي او ثبتیږي له چا یې اورېدلې او هغه بیا له چا اورېدلې، راوي اماتور دی که حرفوي، ورپسې به ثبتوونکی هم خپل نوم، د ثبت زمان او مکان په ښودلو سره ذکر کوي.
 
د دریمې پوښتنې ځواب:
  • دا چې د شفاهي ولسي ادبیاتو مواد څنګه خپاره کړو، په دې هکله هم لارښوونې شوې دي، چې په لنډه توګه به پرې وغږېږو:
شفاهي ولسي (فولکلوریک) ادبیات په درې ډوله خپرونو کې په جلا توپیرونو سره خپريږي:
 
الف - په علمي خپرونو کې په دا ډول د خپرېدو عمومیت لري:
۱ – فولکلوري اثر پرته له هر ډول لاسوهنو کټ مټ باید خپور شي.
۲ – د فولکلوري اثر وریانټونه او د راوي لهجه په بشپړ ډول په کې مراعات کیږي (کمی او زیاتی په کې نه را وستل کیږي).
۳ – د فولکلوري اثر ګرامري مسایل په پام کې نه نیول کیږي.
 
ب – په علمي مروجو خپرونو کې په دا ډول د خپرېدو عمومیت لري:
۱ – په دې ډول خپرونه کې ښايي په ټاکلي فولکلوري اثر کې ځینې توپیرونه د خپرونې له خوا را منځ ته شي، د توپیرونو د راوړلو علت یې دا دی، چې زیات شمېر لوستونکو او د فولکلور مینه والو ته د مطالعې پر مهال اسانیتا را منځ ته کړي، سخت او پیچلي لغاتونه او اصطلاحات په کې معنا کیږي، ګرامري مسایل یې هم په پام کې نیسي
 
ج – په مروجه خپرونه کې د یو فولکلوري اثر د خپرېدو عمومیت داسې دی:
۱ - په دا ډول خپرونو کې د فولکلوري اثر د خپراوي شرایط دا دي، چې د فولکلوري اثر مطالب به په ادبي ژبه اړول کیږي، له دې امله ښایي چې په خپاره شوي فوکلوري اثر کې ځینې توپیرونه ترسره شي خو د محتوا له پلوه به خپاره شوي فولکلوري اثر ته زیان نه اوړي ثابت به پاتې کیږي.
۲ – په دا ډول خپرونه کې د فولکلوري اثر د خپرېدو له پاره د راوي پېژندنه هم نه کیږي.
پورتنۍ یادونې هغه اساسي ټکي دي، چې د فولکلوریکو موادو د ثبت او خپرولو په برخه کې د څېړونکو او د ادب مینه والو له پاره په علمي څېړنیز ډګر کې ګټور تمامېدای شي او د یادو لارو چارو د تطبیق له مخې به زموږ فولکلوریستان لا په دقیق ډول د فولکلور په را ټولونه، خوندي کولو او څېړنو کې کار واخلي.