لکه سپرغې چې په لمبه کې اوسي
يوه تلوسه زمـــاپه زړه کـــــې اوسي
دميخاني لاربــــــه مې پرېښوه خــو
ديارتصويرهـــــره پياله کـــې اوسي
تــــريخ انتظاردى دنهيلـــــو شېبو
هم په غـــــزل هم په ټپه کــې اوسي
کلــــونه تېرشول خو څوک نه پوهېږي
چې څوک زمادخيال په غره کې اوسي
ستادښکلاسپينې کـــــــوترې راشــــي
دشنه جومــــــات په مناره کې اوسي
هغـــه لــــه ژونده مـــــــــروره ښکــــلا
زمادخيال ددښت وږمه کې اوسي
درپسې ژاړي مې پردېس خوبونه
ستادوصا ل په تلوسه کې اوسي
شاعر: ګل رحمان رحماني
وروستي