غزل

 
شکر دى بې لاسو او بې پښو نه يم
لا خو يم روان د غورځيدو نه يم

وچې مې سلګۍ شولې په ستوني کې
ستړى شومه نور د ژاړيدو نه يم

صبر مې تمام تمام تمام شولو
خوله راکړه اشنا د صبريدو نه يم

عشق دى سمندر واړه څپې څپې
زده مې ده لامبو د ډوبيدو نه يم

تل له رڼاګانو طوافونه کړم
لا وزر لرم د سوځيدو نه يم

يو ځل مې چې غږ ستا په نامه وکړ
بيا خو ( نوراني) د تښتيدو نه يم