
دا يو فزيكي تعامل دى او يوه تجربه شوې عمليه ده، په هره اندازه چې ګوزار سخت وي او په زيات قوت سره عمل وشي، نو په هماغه اندازه عكس العمل ښودل كېږي، موږ ډېر ځله يو توپ د دېوال په لور په ډېر زور او قوت ګوزار كړى دى، كتلي مو دي چې په هماغه زور او قوت زموږ لوري ته راګرځېدلى او هماغه شان عمل يې ښودلى دى لكه زموږ له لوري د ګوزارېدو پر وخت يې چې ښودلو، دا په نړۍ كې د انسانانو تر منځ هم يو دوامدار تعامل دى، كله كه كوم انسان پر بل انسان ګوزار كړى دى او هغه ته يې ضرر رسولى دى، نو په مقابل كې يې هماغه شان عمل ليدلى او د هر ګوزار په مقابل كې درېدلى دى، همدا اوس زموږ په هېواد كې د نړيوالو قوتونو او طالب ځواكونو تر منځ مقابله روانه ده، همدا اوس پر يو او بل باندې سخت ګوزارونه روان دي، خو د هر لوري د هر ګوزار په مقابله كې سخت او شديد عكس العمل ښودل كېږي او په دې توګه دوامدارې ډغرې روانې دي او د مرګ ژوبلې لړۍ دوام موندلى دى.
زموږ د هېواد تېرو تجربو ښودلې ده چې د تاريخ په هر پړاو كې د هر ډول ناوړه حالاتو په وړاندې وخت پر وخت مقابله شوې او هر بهرنى قوت په بېرته تګ مجبور شوى دى، چې همدا زموږ په زمانه كې د پخواني شوروي اتحاد سرې لښكرې له همدغه شان يوه حالت سره مخامخ شوې او بالاخره شوروي قواوې دېته اړې شوې چې زموږ له هېواد څخه پښې سپكې كړي او خپل هېواد ته ستنې شي، اوس نړيوال ځواكونه چې په سر كې يې د امريكا متحده ايالات قرارلري له دغه شان يوه حالت سره مخامخ دي، كه څه هم نړيوال ځواكونه زموږ هېواد ته د اشغال لپاره ندي راغلي او د دې اراده نه لري چې په دوامداره توګه زموږ په هېواد كې پاتې شي، خو په لومړي سر كې چې دغو قواوو كومې سهوې وكړې او بيا دغو تېروتنودوام وموند نو زموږ دعامو خلكو همكاري يې له لاسه وركړه او اوس خبره دېته ورسېده چې كه عام ملت يې په مقابل كې نه جنګېږي، نو همكاري هم ورسره نكوي او ملت په يوه داسې حالت كې قرار نيولى دى چې هم له جنګ څخه كركه لري او هم د عام اولس په وړاندې د نړيوالو ځواكونو كړه وړه ورته د منلو وړنه وي.
په دغه شان يوه حالت كې دا دى اوس هېواد ته نور څه نا څه څلوېښت زره نړيوال ځواكونه راروان دي چې دا په هېواد كې د جګړې د شدت او تاوتريخوالي د زياتوالي معنىٰ لري، ځكه كېداى شي نوي ځواكونه زموږ په هېواد كې نورې تېروتنې سرته ورسوي او د هېواد عام وګړي په يوه او بله پلمه تر فشار لاندې ونيسي چې په هغه صورت كې به موږ د ګټې پر ځاى تاوان كړى وي او يوه بل داسې حالت سره به مخامخ شو چې موږ به يې په اړه فكر هم نه وي كړى. په هر صورت اوس خو هېواد ته د نورو نړيوالو ځواكونو د رالېږلو فيصله شوېده او په نږدې وخت كې به نور څلوېښت زره نړيوال ځواكونه زموږ هېواد ته راورسېږي، نو دغو ځواكونو ته زموږ د ملت مشوره دا ده چې د عامو خلكو د ځورولو پر ځاى دې د هغوى زړونه لاس ته راوړي، د هغوى د كورونو د ورانولو پر ځاى دې ورته كلي كورونه ودان كړي او د هغوى دشتمنيو د له منځه وړلو پر ځاى دې د هغوى اقتصادي ستونزې له منځه يوسي، چې په دې سره به هم خپل اهداف ترلاسه كړي او هم به د عامو خلكو عكس العمل نه راپارېږي، خو كه داسې ونه شي، نو بيا به هرسخت ګوزار سخت عكس العمل ولري او نتيجه به يې مثبته نه ، بلكې منفي وي.