ليکنه: نوراحمد عايل
يوازيتوب او تنهايي د سرطان او ژرمړينې لامل کېداى شي
د بي بي سي د راپور له مخې د امريکا د علومو ملي اکاډمۍ د څېړنو پايلې په گوته کوي، چې له ټولنې څخه يوازيتوب، د سرطان ډېرېدو ته لمن وهي، په دې څېړنوکې په گوته شوې ده، هغه موږکان چې يوازې او تنها به ساتل کېدل د هغو په پرتله چې په ډليزه توگه به اوسېدل ډېر ژر په سرطاني ناروغيو اخته کېدل.
د بېل پوهنتون څېړونکي وايي چې: په دې موضوع سربېره محيطي او احساسي عوامل، هم د سرطان ناروغي په پيدا کېدو کې مرسته کوي.دا ډول دوى زياتوي ،چې سګرېټ څکول، ډېرخوراک، شخړې او افسردگي هم د سرطان د پيدا کېدو سببونه دي.
وروستي