
زه د خپل ښار خلک هرچېرته په همدې پېژنم
د چا به سترګې، د چا پښې، د چا لاسونه نه وي…
له وړوکوالي مې هغه شعرونه خوښول چې اولس ته د اولس په ژبه ليکل شوي وي، خو دا تنده مې ايله نن ماته شوه کله چې مې دا بيت ولوست.
زه د خپل ښار خلک هر چېرته په همدې پېژنم
د چا چې سترګې، د چا پښې، د چا لاسونه نه وي
زموږ ډېر پښتانه شاعران شاعري کوي خو ټولنيز ارزښتونه يې لاهم نه دي درک کړي، د ټولنې غوښتنې نه محسوسوي، او د ټولنې له درده نه دي دردمن شوي همدا علت چې شعرونه يې بې روحه او ډېر زر له ورکې سره لاس او ګرېوان وي او زيات مينه وال نلري.
شعر هغه وخت د شعريت درلودونکى کېدلاى شي، چې شاعر يې دردمن شوى وي، زړه او احساسات يې سپېڅلي وي؛ زړونه بيا هغه وخت د سپېڅلتيا معراج ته رسېدلى شي چې د خلکو او اولس له درد نه اغېز من شي. له نيکه مرغه چې دا درد اسما لمر له وړوکوالي نه درک کړى دى او د خپلو خلکو د دردونو زګيروي نه يوازې اوري بلکى سم ورسره ژاړي ځکه خو وايي:
زه دخپل ښار خلک هرچېرته په همدې پېژنم
دچا به سترګې، دچا پښې، د چالاسونه نه وي
نېږدې وخت کيږي چې د لــــــــــــمر د غزليز ذوق د سېلاب توندو څپو له ځان سره اخيستى يم خو دا څپې دومره آشنا دي چې له هر پل سره يې د خپلو اوښکو انځورونه وينم.
اسما لمر خپل رنځور اولس ته شاعري کوي خو د اولس په ساده ژبه، ځکه خو يې حواس دومره متاثره دي، چې په برند پېغلتوب کې د مايوسى سېلاب وړې ده او په چيغو چيغو وايي:
پګړۍ به څه کړم چې پګړيو کې سرونه نه وي
ورکې جامې شه چې يې منځ کې اندامونه نه وي
د لمـــــــــــــــــر شاعري هغه توپاني درياب ته ورته ده چې هره نوې شېبه په سلګونو لوړې ځوړې تر شا پريږدي. ځکه خو يې په بيړه سره خپلې مايوسى ته په کرکه کتلي دي او د ميوند د اتلې ملالۍ غوندې د مبارزې پر آس د قلم له تورې سره د تخيل په کږلېچونو کې د غزل ميدان ته راځي او نارې وهي
له تانه کمه نه ومه له تانه کمه نه يم
که ته اووم آسمان شې زه به ځان آتم آسمان کړم
لمـــــــــــر يوازې د دردونو انځورګره نه ده او نه غمونو او پرهارونو ته د پټيو جوړولو ماهره، بلکې هغه له خپل پېغلتوب نه له خوند اخيستلو سره هم بې کچې مينه لري، خپل پېغلتوب ورته ښکلى او مقدس ښکاري او د خپل پښتني غرور په مينه يې لمانځي، بنګړي ستايي، پېغلتوب ته سندرې وايي، په هېنداره کې سترګې توروي، اوله رنجو سره رازونه کوي.
خو کله کله يې د بنګړو شور دومره اوچت شي چې آن ګاونډيان يې د سپېڅلي زړه کورته په ګيلو راځى
کور کې شکايت کوي بنګړي دې ولې شور کوي
لاس مې کرار نيسه د کور خلک بيا پېغور کوي
خلک راته وايي يا چارګل له پوزې لرې کړه
يا مخ ته لاس ونيسه رڼا زموږ په کور کوي
لمـــــــــر که هر څومره دردمنه هم ده خو بيا هم لاسونه سره کوي او دخپل کلي له همځولو پېغلو سره اختر لمانځي
ته مې چې پخوا کي يې
ژوند هره شېبه اختـــــــــــر
دلمر مقدسيت او سپېڅلتيا په دې کې ده چې هغه لمر هر کله خپله ورکه مينه د قرآن او کتاب په پاڼو کې ګوري، کتابونه ورپسې لټوي او د الفبا په سېپاره کې هم د مينې په انځورونو پسې پاڼې اړوي
د کتاب پاڼو کې م، ي ،ن، ه غواړي
لېونى دى الفبا راپسې ګوري
که د لمـــــر په هر بيت تبصره کول خپل حق وبولم نو بېرېږم چې لوستونکو ته به مې څه نه وي پرې اېښي نورنو لمر په دوو ګوتو نه پټيږي…
لمر خور ته مې اوږد ژوند، تل پاتې پېغلتوب او د پياوړې نه پياوړې شاعرى لپاره لاسونه لپه دي.
ذکرالله/ نصيب / کندهار / د پوهنتون کتابتون