
زه د روهِي ځلانده ویب پاڼې لوستونکی هم یم او همکار هم. زما په نظر نن سبا روهي ویپ پاڼه تر ټولو ښه پښتو ویب پاڼه ده. هم د تازه پيښو، له نظره؛ هم د مثبتو نوو معلوماتو له نظره او هم د ژورو ملي موقفونو د بیان له نظره بې سارې ده. تعادل، ملي ـ اسلامي ارزښتونو ته پابندي او د یووالي او ورورۍ او سولې روحیې ته پابندي د دې پاڼې په مطالبو کې له ورایه ښکاري. په ورته وخت کې د بیان د ازادۍ او حق وینا یو ښه سنګر دی.