د اروا پوهنې له مخې د ماشوم پېژندنه

د ارو ا پوهنې ډېری علماوو  لۀ ماشومتوب څخه تر ځلميتوب پورې عمر پۀ بېلابېلو برخو وېشلی  او د خپلو فکرونو لۀ مخې  يې دغه دورې تحليل کړېدي، چې يو ډول وېشنه يې په لاندې ډول ده .
۱ ـ  له زېږون څخه تر درې کلنۍ پورې.
۲ ـ له درې کلنۍ څخه تر شپږ کلنۍ پورې.
۳ ـ له شپږ کلنۍ څخه تر دولس کلنۍ پورې.
۴ ـ له دولس کلنۍ څخه تر شپاړلس کلنۍ پورې ( نوی ځلميتوب ) .
له زېږون څخه تر درې کلنۍ پورې دوره :
په دې دوره کې ماشوم خپل  ژوند له  ژړا او حرکتونو سره پيلوي، د چاپېريال له څېزونوسره  د لمس له لارې اشنا کيږي، د حرکت او خوځښت قوه ورسره مله وي، خو د کوم کار کولو شيمه او توان  نه  لري د نورو ( لويانو ) مرستې او ساتنې ته اړ وي. د چاپېريال شته څېزونه  د بدن د حرکاتو او حسي غړو په مرسته  درکوي، خو ځينې مهارتونه ، لکه : د څېزونو نيول ، کېناستل، په لاره تګ او نور زده کوي، له نورو سره د اړيکو ټينګولو  له پاره  وړې وړې  خبرې  زده کوي او له فزيکي  اړخه  يې فکر او بدن وده کوي.
 
له درې کلنۍ څخه  تر شپږ کلنۍ  پورې دوره :
په مخکې دوره کې مو ولوستل چې ماشومانو خپلې اړتياوې او غوښتنې د نورو ( لويانو) په مرسته  ترسره کولې او ورو ورو د خپلواکه کېدا په لور روان وو،  په دې  دوره کې  د ماشومانو تجربې او د چاپېريال په اړه يې مالومات ډېرېږي، د کونجکاوۍ حس يې غښتلی کيږي، پوښتنه کول زده کوي، سلګونه او  زرګونه  پوښتنې ورته پيدا کيږي ، خو ځوابولی يې نه شي. په  دغه دوره کې ماشوم خپل ځان هم پېژني، خپل کړه وړه ، فکر  او حس پياوړی کوي هڅه کوي چې خپل فردي شخصيت پيدا کړي. په دغه دوره کې له ماشوم سره خيال هم ملګری کيږي د هر څه په اړه منطقي فکر نه   شي کولی ، هر څه  د خيال په مټ په واقعيت بدلوي.  د دې دورې بله ځانګړتيا داده چې له  لوبو سره د ماشومانو مينه پيدا کيږي، چې په لوبو کې يې شخصيت وده کوي، ژبه او اخلاق زده کوي. ددې دورې ماشوم پېښې        (تقليد)  زده کوي  د مشرانو د وينا او کړو وړو  پېښې کوي  په  پای کې دغه دوره ښوونځي ته په  ورتګ سره پای ته رسېږي.
 له شپږ کلنۍ څخه  تر دولس کلنۍ پورې دوره:
دې دورې ته د ماشوم د جسمي، فکري، عاطفي او رواني ودې دوره هم ويل کيږي، چې له رسمي زده کړو سره پيلېږي. کوچنی ورسره  له ماشومانه فکر کولوڅخه د منطقي فکر کولو په لور درومي، له کورنۍ څخه په  ټولنه کې د ازاد ژوندانه   په  لور ګامونه اخلي، پوښتنې يې له  استدلال سره ملې وي، د ښوونځي له چاپېريال او رسمي زده کړو سره اشنا کيږي او ټولنيز ژوند پيلوي. په  دې  دوره کې د تېرې دورې  ډېرو هغو پوښتنو ته چې د خيال په مټ يې ورته ځوابونه پيدا کول اوس يې د منطق او استدلال په  ځور پيدا کوي هغه هم د خپل فکر په چوکاټ کې.  ددې دورې ماشوم ورو ورو د منطقي فکر کولو پر ځای د انتقادي فکر کولو په لور ګامونه اخلي.
له دولس کلنۍ څخه  تر شپاړس کلنۍ پورې دوره :
په دې پړاو کې په انسان کې جسمي ، فکري او عاطفي بدلونونه  راپيدا کيږي، په دې مانا چې خپل عواطف کنټرولولی نه شي، خپل ځان نه پېژني، له مشرانو سره يې چال چلند په ټکر بدلېږي، د ماشومتوب تجربې او فکر يې د دې دورې د جسمي، عاطفي او عقلي بدلونونو ستونزې  نه  شی حلولی، د مشرانو پر ځای ورته خپل هم منګه  ښه ښکاري او د همځولو  دکړو وړو پېښې کوي.  ددې دورې ځلمی د هغه  څه  په وړاندې چې مشران يې وايي ، کوي او دي نيوکه کوي، تند عواطف يې د مخالف جنس لوري ته مخه کوي، خيا ل پرې ډېره غلبه کوي، هغه څه  چې په حقيقي عالم کې نه پېښېږي د خيا ل په  زور ېې  رامنځته کوي.  ددې  پړاو  بل ستر بحران  چې ځلمي  ورسره  لاس او ګرېوان وي  د بلوغ مرحلې رامنځته کېدل دي، بلوغت يواځې جسمي بدلون  نه  وي، بلکې  جسمي  بلوغ له فکري او عاطفي بلوغ سره يو ځای وي. ددې دورې په  پای کې د جسمي بدلونونو چټکه وده  بېرته کمېږي، چې نښې نښانې يې له ورايه  په ځلميانو کې تر سترګو کيږي، چې خپل عواطف کنټرولوي، فکر کوي او له مشرانو سره په خپل تېرچال چلند غور کوي، په خپل نفس اعتماد پيدا کوي، خو دغه بدلونونه په خپل سر نه رامنځته کيږي، بلکې ښوونې او روزنې ته اړتيا وي، د ځلميانو حقونو ته درناوی او هغوی ته په  ټولنيز ژوند کې ازادي ورکول  يې غوره لاره ده