
په يوه شنه او ښکلي ځنګله کې یوه هوښياره سويه اوسېده.
یو زوړ لېوه او یوه مکاره ګيدړه تل په دې لټه کې و چې څرنګه هغه ښکار کړي.
خو هېڅوخت نه بريالي کېدل.
یوه ورځ مکارې ګيدړې لېوه ته ووېل: زما چل زده دی او دا وار سوی ښکار کولای شو.
لېوه پوښتنه وکړه: څرنګه نقشه ده؟
ګيدړې وويل: ته د ځنګل آخر ته لاړ شه، هلته چې زهري مرخېړي را زرغونېږي ځان دې مړ واچوه.
زه به سوی ته ورشم او ورته وبه وایم چې ته مړ يې. کله چې سوی تاته درغله نو ته ورټوپ کړه او هغه ونيسه. لېوه ومنله او هماغه ځای ته ورغی چې ګيدړې ورته ويلي و.
ګيدړه هم د سوی کور ته نږدې ورغله او هغې ته يې ژړا او زارۍ وکړې.
په لوړ غږ يې وويل: سويې! په ما خو ستره بلا را غورځېدلې او په ژړا او زاريو يې دوام ورکړ چې بېګاه شپه زما ګران دوست زاړه لېوه په تېروتنې سره د ځنګل زهري مرخېړي خوړلي او مړ شوی، که نه يې منې راشه ويې ګوره.
همداسې يې ځان خپه نيولی و او لاړه.
سوی چې دا خبرې واورېدې خوشال شو او له ځان سره یې وویل چې وربه شم وبه ګورم چې څه خبره ده.
هغه هماغه ځای ته ورغی چې زهري مرخېړي پکې راشنه کېږي. هلته يې د بوټو له شانه وکتل چې زوړ لېوه په ځمکه پروت دی او نه خوځېږي. خوشاله شو او وېې ویل د دغه بدمخي لېوه له شره بېغمه شولو. غوښتل يې چې مخته ورشي خو له ځان سره يې وویل چې که ژوندی وي نو څوک خبر دي؟ که ژوندی وي په یوه نمړی به مې وخوري. ښه ده چې احتیاط وکړم او ډاډه شم چې حتمن مړ شوی دی.
نو د بوټو له شا يې په لوړ غږ چې لېوه اورېدل وویل: پلار مې راته ويلي و چې کله لېوه مړ شي نو خوله یې خلاصه پاتې کېږي خو د زاړه لېوه خوله پټه ده.
لېوه د دې خبرې په اورېدو سره سره ورو ورو خوله خلاصه کړه ترڅو سوی ته وښئي هغه مړ شوی دی.
سوی چې د لېوه خولې ته يې ځير ځير کتل د لېوه خوځېدو ته يې پام شو او پوه شو چې لېوه ژوندی دی. وروسته يې په زوره ناره کړه: اې بدمخيه لېوه! که ته ريښتيا مړ وې نو ولې دې خوله ښوري. پورته پورته! بيا هم ستاسو چل ناکام شو. او په منډه منډه له هغه ځایه لاړه.