
غريب کلیوال نور له خپل ژوند څخه سخت په تنګ شوی وو تر ډيرو فکر وروسته يي له ځان سره وويل چې باید يو ملا ته ورشي.
په کلي کې تر ټولو وتلي ملا ته ورغی او د خپل سخت ژوند څخه يي ورته شکايت پيل کړ او ويي ويل: نور له خپلې ښځې، بچو او کورنۍ شرميږم ځکه زه دوی ته يوازې وچه ډوډۍ هم په ماړه نس نه شم ورکولی، يوه ميرمن، شپږ مې اولادونه او يوه خور مې په داسې يوه خونه کې ژوند کوو چې ډيره وړوکې ده ان تر دې چې د شپې کله ويده کيږو د پښو غځيدو ځای پکې نه وي، کله چې باران شي اوبو خونې ته راځي لنډه دا چې له دې ژونده نور په تنګ شوی یم، اوس نو تاته راغلم ته تر موږ په ډيرو خبرو ښه پوهيږې داسې لار راته وښيه چې له دې کړاوه خلاص شم.
ملا پوښتنه وکړه:
ـ په کور کې څه شی لرې؟
کلیوال سړي وويل:
ـ ټول شته مې يوه غوا، يوه خره، دوه وزې، درې پسونه، څلور چرګې او يو چرګ دی.
ملا وويل:
ـ زه په يوه شرط له تاسره مرسته کوم او هغه دا چې هره خبره به منې.
کلیوال سړي بله لار نه لرله او ملا ته يي وویل چې هره خبره دې منم خو له کړاوه مې خلاص کړه.
ملا وويل:
ـ نن چې کله ویده کيدې غوا دې هم کوټې ته درسره راوله.
کلیوال سړي په وارخطايي وويل:
ـ وه ملا ما درته وويل چې په خونه کې موږ نه ځاييږو اوس ته را باندې غوا هم خونې ته راولې؟!
ملا وويل: ګوره يوه خبره مه هیروه تا ژمنه کړې وه چې هره خبره به مې منې.
کلیوال سړي همداسې وکړل او سبا وختي ملا ته راغی او ويي ويل: بیګاه مو نو دا لږ خوب هم ونکړ د غوا د لغتو او سر اچولو له لاسه مو شپه په رڼو سترګو تیره کړه.
ملا وويل: نن شپه دې نو خره هم خونې ته درسره د ننه کړه.
کلیوال سړي د ملا هره خبره منله او يو په بل پسې شپه سختيدهاو هره ورځ به ملا د يو شي فرمايش ورکاوو چې خونې ته يي د ننه کړي باالاخره یو سهار وختي کلیوال چې د خرې، غوا او پسونو لغتونو او سر اچولو يي سترګې او مخ ور پړسولو ملا ته راغی او ويي ويل چې نور نو دا حالت بيخي نه شي زغملی.
ملا په ږیره لاس را کش کړ او ورته يي وویل: نور د سختیو وخت تير شوی دی او ډير ژر به خپل مراد ته ورسيږې خو نن شپه داسې وکړه چې غوا له خونې وباسه.
نور دا کیسه سرچپه روانه وه او هره شپه به کلیوال سړي يو يو څاروی له خونې ویست او بالاخره يي آذان کونکی او هلته دلته ټوپ وهونکی مست چرګ هم له خونې بهر کړ.
کليوال یو بل سهار وختي ملا ته راغی او له ملا څخه يي د مننې په لړ کې وويل: ياره ملاصیب خدای دې جنتي کړه ايله مو نن شپه آرام خوب وکړ نه پوهيږم څنګه مننه درڅخه وکړم.