زۀ يم او حال دی زما، ورسره تير وختونـــــــه
يو څـــه خواږۀ او خواږۀ، يو څه ترخۀ يادونـــه
ژوند مېخانه ده تشه، نه په کښې مۍ نه ساقي
هلتــه او دلتـــه پراتۀ ، يو څه خالــــي جامــــونه
ای د اشنا يادونو ،لږ دلاسه خــــو مـــــې کړئ
د تنهايــــي شېبــــې دي، د جــــــدايي دردونـــه
د ځان خبر به واخلم که شوم اوزګارخو، اوس خو
ورځې ستا ياد وي او زۀ،د شپې هم ستا خوبونه
غېږ ورته خلاصه زما چې، ستا له لوري راځي
کـــــه د پسرلـــي وږمې وي،کـــه د خزان بادونه
که مين ورک وي له چا، ورشئ خبر يې کړئ څوک
ناست دی کوڅه کښې د يار،شماري د زړۀ داغونه
پېښور ٨/١٢/٢٠٠٩ م٠ق٠مين
وروستي