د جنرال جان کیري غیر دیپلوماتیک اظهارات په کلکه غندو -  د حزب اسلامی افغانستان اعلامیه

 
د امریکا خارجه وزیر جان کیري د بروکسل غونډي ته په خپلي وینا کي د حزب اسلامي او دولت ترمنځ د مصالحې په اړه ناوړه او د دیپلوماتیکي آدابو خلاف لهجه وکاروله، د طلوع امریکایي تلویزیون هم د هغې ژباړه لازیاته کرکجنه او شرارتي کړه، په ځواب کي ئې دا وضاحت او تصحیح ضروري ګڼو:
جنرال جان کیري د ویتنام په جګړي کي بده نظامي سابقه لري او د ډېرو مظلومو ویتنامیانو او امریکايي جنګیالیو د وینو پوروړی دئ او د افغانستان په سیاست کي داسي کرغیړنه سیاسي سابقه چي د ډېرو ناخوالو، لانجو، ورانیو او وینو تویېدو مسئولیت د ده پر غاړه دئ. که د ده پر ځای کوم هوښیار شخصیت د افغانستان اړوند چاري سمبالولی نو ښايي نه به افغانانو ته دومره ستونزي راولاړي شوې وی او نه په خپله متحده ایالاتو ته د کرزي په وخت کي د انتخاباتو اړوند ټولي لانجي ده راولاړې کړي، دومره چي کرزي وايي: جان کیري په بایبل قسم یاد کړ چي دوهم ځل انتخابات به حتما ترسره کېږي خو درواغ ئې ویل او دا انتخابات ترسره نشول!! د تیرو انتخابانو نتائج لغو کول او د ملي وحدت په نامه سهامی شرکت جوړول او اقتدار د دوو ائتلافونو ترمنځ وېشل هم د ده غلطي وه چي د افغانانو آراوو ته ئې سپکاوی وکړ او داسي ستونزي ئې راولاړي کړي چي  افغانان ئې بدي پایلي ترننه ګالي.
جان کیري ښايي د دې لپاره غصه دئ چي د ده تر قیمومیت او امر لاندي تر سره نشول، او ولي د ده په غیاب کي نتیجې ته ورسیدل او چا د ده د فعال او آمرانه حضور ضرورت احساس نکړ.
د سولي ټولو مخالفینو ته وایو: ټول افغان ولس د دې سولې په کلکه ملاتړ کوي، په ټولو ولایاتو کي پراخي او پرتمیني غونډي په واضح توګه ښيي چي د ولس غوڅ اکثریت د حزب اسلامي په څنګ کي ولاړ دئ او د سولي په دريځ کي ئې همغسي ملاټر کوي لکه چي په جهاد کي ئې د هغه ملاټر کولو.
حزب اسلامي هم پر خپل جهاد او د اشغالګرانو په خلاف پر خپل عزتمن مقاومت وياړي او هم پر خپلې عزتمنې مصالحې، که جهاد او د آزادۍ جنګ ئې د اسلامي مبارزې یو ځلانده او له افتخاراتو ډک باب وو؛ عزتمنه او پتمنه سوله ئې د دې مبارزې بل پړاو، بل سنګر او بل زرین باب دئ، په سولې سره نه له سيوري رڼا ته راوتلی او نه له خپل پرتمین جهاد پښېمانه شوی، له يوې رڼا بلې ته او له یوه سنګر بل ته تللی؛ که پرون ئې د خپل هېواد د آزادۍ لپاره وسله کاروله، دا ئې مسلم حق او خپله ديني فریضه او ملي دنده وه، او که نن او له هغه وروسته چې ۹۰ سلنه بهرني ځواکونه وتلي او جګړې داسې بڼه غوره کړې چې یوازې افغانان په کې وژل کېږي او د افغانانو کورونه په کې ورانېږی؛ د پاته ځواکونو د ایستلو لپاره نوې او داسې تګلاره غوره کوي چې هم دا ځواکونه وباسي او د پاته کېدو هره پلمه او بهانه يې پای ته ورسوي؛ او هم د افغانانو د مرګ ژوبلې مخه ونيسي؛ نو بیا هم خپلو ديني او ملي مسؤلیتونو ته په پام سره دا کار کوي.
که امریکايي چارواکي له خپلو خونړیو نظامي او ناکامو سياسي تجربو پښېمانه وي او غواړي د افغانستان هغه بحران په سمه او رغنده توګه حل شي چې دوی په تېرو پنځلسو کلونو کې او په سخت جنګ او ډېرو ځاني او مالي تلفاتو سره حل نکړی شو نو افغانان دې پرېږدي چې مناسبه لار غوره او ستونزې حل کړي، د غلطو لاسوهنو ناکامه تجربه دې نه تکراروي او له داسې اظهاراتو او اقداماتو دې ډډه وکړي چې د جنګ د دوام باعث کېږي.
حزب اسلامی افغانستان                                        
میزان  ۱۵- ۱۳۹۵