د روهي وزمينې وِبپاڼې لسمه کلیزه

د رحمان او رحیم لوی خدای په نامه
زه له ۱-۲ کلونو را په دېخوا روهي ډاټ اې-ایف بریښنایی پاڼه لولم او له ټولو مضامینو څخه ېې خوند اخلم. پخوا مې ټول افغان،ټول افغانستان، تاند-پل، ا.د.ن. کتل او څه نا څه همکاري مې هم لرله ، په هر حال، ستاسو لسمه کالیزه دې مبارکه وي او د ګلشنِ روه دننه او شاوخوا لوی افغانستان دې ستاسو په ګلکڅونو رنګین او خوشبویه وي.
اړینه دا ده چې د افغانستان هر کلي ته د روهي پیغامونه ورسول شي، مانا داچې بیسوادي له مینځه ورکه شي. په درناوئ.