
په ډیره ژوره مینه اوخوښۍ دروهي دبریمنې اودرنې ویبپاڼې دلسمې کالیزي دمبارکۍ تاوده مراتب د سترګو تورو ورارونو هڅاندو او هوډمنو ځوانانو ډاکټرانو نیک محمد ویال صیب او انجنير اجمل روهي صیب ته وړاندې کوم، لاسونه موپه درنښت څنډم او د ژورنالیزم په ډګرکې مو په ناپایه او سترو بریو او تلپاتې هڅو د زړه له کومي ویاړم.
دروهي ژمنه، بریمنه اوهڅمنه ویبپاڼه زموږ د هیواد د پیاوړي اوستر ادیب او فرهنګ پوه ارواښاد روهي صیب له درنه نوم او ادبي وجاهت څخه تومنه اخلي کوم، چې د تاریخ، ادب، سیاست او فرهنګ په ډګرکې مبارزه درنه سټه اودفرهنګ په ارت آسمان کې ځلیدونکی ستوری اونومیالی شخصت دی.
یوځل بیامې ارادت او بې شایبه عقیدت ومنی لا راته وغوړیږی ستاسو د ستروبریوپه هیله.
بسم الله اکبري اواجمل اکبري دافغان ننګ ویبپاڼې مسوول