په جهاد کې استحکام ته هڅول

ليکنه: شهيد امام حسن البنا رحمه الله
ژباړه: زاهد جلالي
 
د انفال ټوله ســوره تحريک، مبارزه، او په ســنګر کي د پايداري په اړوند نازل شــوي او ددي مسائلو په اړه ټول احکام پکي درج شــوي.
ددي لپاره مســلمانانو په صدر د اســلام کي د اســلامي پوځ جنګياليو لدي ســوري څخه د جنګي ســورد په ډول اســتفاده کوله او د جګړي په شــدت کي  به يي دا ســوره لوســته.
ددي ســوري له خوندورو حماســو څخه يو لانديني آيـت دي چي الله تعالي پکي داســي فرمايي:
 (اي د خداي رســوله! چاچي ايمان راوړي جهاد او قرباني ته يي د حق او عدل د دښــمنانو په وړاندي وهڅوه. که ســتاســو څخه لــس کســه مســتحکم او ثابت قدمه وي کــولي شي د مخالفينو په زرو کسو بريالـي شــي. ددي لپاره چي هـغـوي داسي يو ملت دي چي انقلابي فهم او درک نلــري.)
او همدارنګـه تقريبا ټوله ســورت توبه د جهاد احکام بيان کړي.
د بيلګي په توګه يو آيت ذکر کوو چي پکي د تړون ماتوونکو مشــرکينو يادښــت شــوي:
 (هغوي ووژني. خداي به دوي ستاســو په لاســونو په عذاب او په پاي کي به يي خوار او ذليل کړي. او تاسو ته به په هغو بري در په نصيب کړي، د مســـلـمـانـانـو زړونـه به شــاد او ددوي لـه زړه څخه به ناراحـتـي لـيـري شــي. خـداي چـي چـاتـه وغـواړي تـوبـه يـي قـبـلـوي، او خـداي پـوه او حکيـم دي).
خداي تعالي په يوه آيت کي له هغه ډله د مشرکينو سره چي نه جزيه قبلوي او نه حق دين قبلوي د جګړي امر کـــړي او د آيت په پاي کي مســلمانانو ته په خطاب کي فرمايي:
 (په سپکو او درنو ډلو پسي ووځي او د خداي په لاره کي په خپلو مالونو او ځـانـونـو جـهـاد وکـړي، که وپوهـيــږي چـي دي کـي ســتاســو لــپاره خــيــر دي).
او هغو ډارونکو ته چي ګوشه نشيني يي اختيار کړي اخطار ورکوي او د خداي ددي لوي نعمت څخه د محروميت لپاره ورته د ابد لپاره يادښــــــــت کــــــــړي دي.