مبارک!

 
ما باید ډېر وختي درته مبارکي استولې وای خو حالاتو ډېر بوخت کړی وم په بخښني سره، 
د روهي ویب پاڼي لسمه کلیزه دي د دې ادارې ټولو کار کوونکوته ډېره مبارک وي او بیا د ددې ویب پاڼي ټولو لیکوالانو وړونو او خویند ته مبارک وي.
زه په واقعي ډول سره ددې پاڼي یو مینوال یم او هره ورځ یې څو څو ځلې ګورم، روهي ویب پاڼي په ریښتیاهم چي خپل رسالت څنګه چي یې باید کړی وای هغه ادا کړی دی او پر وخت یې خپلو لیدوونکوته معلومات ورکړي دي، ستاسو لس کلن مزل نه یوازي د قدر وړ دی بلکي د هر لیدونکي زړه ته مو لاره کړې،ما خپله د دې ویب پاڼي ډېر څه زده کړي او هم مي د دې پاڼي څخه مطالب اخیستي دي، نه یوازي په روزمره ژوند کي بلکي په ښوونیز ډکر کي مي د دې پاڼي ښکلي مطالب را اخستي دي او بیا یې پوهنتون کي د زده کړیالانو ته رسولي دي.
تاسو تل هڅه کړې چي تر نورو مخکي موږ خبر کړئ او کره سوي معلومات راکړئ ستاسو یې کور ودان
یو ځل بیاهم ټولو کار کوونکو او د دې پاڼي مینوالو ته د روهي ویب پاڼي د لسمي کلیزي مبارکي وایم.
درنښت
ستاسو ورور
محمد انور حیدري بارکزی.