۱ – هره ورځ سبا ده!
دا یوه لویه ستونزه ده چې نن سبا ټول خلک دا هڅه کوي چې د نن کار یې سبا ته پرېږدي، او تل یې دا په ذهن کې ګرځي چې که نن دا کار ونشم کړی نو سبا خو شته خو سبا به یې ترسره کړم. چې دا یوه لویه ستونزه او تېروتنه ده چې ډېری خلک یې کوي تل له ځان سره دا احساس ولرئ چې دا نن ورځ سبا ده او داسې فکر وکړئ چې دا ننۍ ورځ او همدا فکر وکړئ چې نن سبا دی او ددې کار له پاره تر نن ښه ورځ نشته او همدا نن یې باید تر سره کړم.
حل لاره: ددې کار د حل لاره دا ده: چې ټول خلک د کار له سخت والي نه ډاریږي چې دا کار ستونزمن دی او دا کار زه نشم کولای خو د حل لاره یې دا ده چې هر کار مو په کوچنیو برخو وویشئ او د هرې برخې ترسره کولو وروسته یوه لنډه دمه واخلئ. او دهر کار له پاره مو منظم او په وخت مهال ویش جوړ کړئ تر څو مو هر کار په بریالیتوب ترسره کړی.
۲ – په چا پسې خبرې مه کوئ!
تل هغه څه حقیقت وګڼئ، هغه څه مو چې په خپلو غوږونو اورېدلي دی، که څوک درته د چا په اړه رد او بد وایي او ته ترې د نورو جزیاتو پوښتنه کوې نو دا یو بې نظمه او ښه کار ندی؛ تل دا په یاده وساتئ چې که ته ځان ته یو شخصیت وایې نو هغه هم ستا په شان یو شخصیت دی، او څومره چې ته ځان ته په قدر ورکولو قایل یې نو هغه ځانته همدوره قایل دی او ممکن ډېر هم وي. هغه مشهور متل دی واېې هر چاته خپل وطن کشمیر دی. نو تل هر چاته په ښه نظر وګورئ او د خلکو له خبرو تېر شئ؛ که په هغه چا پیسې خبرې کوي چې ورپکې هم وي نو ترې تېر شئ.
حل لاره: ددې کار دې حل لاره دا ده: چې که چا درته د چا په اړه غیبت او یا هم هغه خبرې کولې چې په ده باندې به بدې ولګېږي نو؛ له هغو خبرو تېر شئ او هغه مقابل شخص ته مو ووایئ چې پرېږده یې دا په دې نه ارزي چې زه او ته د هغه شخصیت ته تاوان ورسوو. په خبرو کې یې ورولوېږي او موضوع ته بدلون وکړئ چې لدې لوې ګناه نه وژغورل شی.
۳ – وخت ته ارزښت ورکړئ!
بله ډېره لویه ستونزه دا ده چې زمونږ په ټولنه کې نن سبا ډېره عامه ده هغه د خپل وخت سره جفا ده مونږ او تاسې وخت ته هېڅ ارزښت نه ورکوو. ځکه خو وروسته پاتې هم یو، که چېرې وخت ته ارزښت ورکړو نو تل به بریالي او کامیابه او مخکې وو ځکه وخت هېڅکله هم بېرته نه راګرځي او یواځينی شي چې په هېڅ قېمت یې اخیستل امکان نلري هغه وخت دی.
حل لاره: د وخت له پاره ارزښت دا دی: چې نن سبا ټول په خپلو جیبونو کې موبایلونه ګرځوی او ټول موبایلونه جنتري لري او هره جنتري د خبر ورکوونکي ( هشدار ) په نامه یو افشن لري. نو هغه د وخت له پاره یو ښه مهال ویش کېدلی شي. د هغه په اساس مو ورځني کارونه ترتیب کړئ او دهغه په زنګ کولو سره مو خپل کارونه ترسره کړئ.
د بېلګې په توګه که تاسې په ۸ بجو غواړی کومې غونډې ته ولاړ شی نو خپل د موبایل خبر ورکوونکي مو په ۷:۳۰ باندې په زنګ برابر کړئ او که لاره ۲۰ دقیقې وی نو لسو دقیقو کې مو ځان تیار کړئ او په ۲۰ دقیقې به په لاره وي نو په خپل ټاکلي وخت به مو کار ته ورسېږي او د وخت په ساتلو کې به ډېره لویه مرسته درسره وکړي.
لیکنه: شبیراحمد سلیمي نړیوال
وروستي