ښایي له عنوانه دا ښکاره نه شي چې زه غواړم په کوم ارزښت خبرې وکړم. سمه ده چې دې ژوند په هره برخه کې بېلابېل ارزښتونه شته. خو زه غواړم هغه ارزښت باندې رڼا واچوم، که انسان منطقي فکر وکړي رښتیا هم ددې ارزښت اهمیت خورا ډېر دی. دا هغه ارزښت دی، چې دې هېڅ شي په بدل کې یې نه شو اخیستی. هغه ارزښتونه موږ بدني ارزښتونو بللی شو. هېڅ ډول بدني ارزښت لکه ښکلا، عزت موږ نه شو کولای د څه په مقابل کې بېرته تر لاسه کړو او دې بدني ارزښتونو ارزښت خورا ډېر دی. او دا ډول ارزښتونه موږ ته بیا پیسې، ژوند او عمر هېڅ هم بېرته نه شي راکولای. که وجدان، ښایست، ښکلا مو په ناچيز څه بدل کړئ دا هیله مه لرئ چې خوشحاله به شئ که شخصیت درته پاتې نه وي زده کړې بې ګټې دي. او که له کوم کس سره د خپل ارزښت په وړاندې معامله وکړئ نو مه خوشحالېږئ تاسې یوازې دا نه چې ارزښت مو له لاسه ورکړ بلکې ځان مو بې باوره کړ. د ټولو فکر مو د ځان په اړه منفي کړ او د شخصیت ریښې مو له منځه ولاړې. لکه مهتما ګاندي چې وایي: لاندې اووه وژونکي ګناهونه دي؛ له کار پرته شتمني، له وجدان پرته خوښي، له شخصیت پرته زده کړې، له اخلاقو پرته سوداګري، له بشرپالنې پرته علم، له قربانۍ پرته دین او له بنسټونو پرته سیاست. یوازې یوه ښه لار د ارزښتونو د ساتلو لپاره دا ده، چې له ځان سره ووایئ که مور او پلار زه پدې کار لیدلی وی ایا په ما به ویاړېدلی وی؛ که به یې له خجالته سر ټیټ کړی و؟ لدې لارې موږ کولای شو خپل ارزښتونه په ډېره اسانۍ مخشص کړو. د نړۍ مشهور پوه هلن کېرلر وایي: د نړۍ تر ټولو ښکلي او بار ارزښته توکي، په سترګو د لیدو او لمس کولو وړ نه دي. هغوی یوازې په زړه حس کېدلی شي. له لاسه وتلی ارزښت بیا په هېڅ ډول نه شي ترلاسه کېدای.
دا ښه خبره ده، چې موږ پیسې او هغه شیان ولرو چې د اخیستلو وړ دي خو د پیسو د ترلاسه کولو په بهیر کې باید هغه شی له لاسه ورنه کړو؛ چې په پیسو یې بیا نه شو اخیستلی او دغه شی ارزښتونه دي. په پیسو یوازې ځینې شیان اخیستل کېدای شي؛ خو ډېری ارزښتمن شیان بیا نه شي ورباندې اخیستل کېدای.
انیشټین وایي: هڅه مه کوه، چې د بریا بېلګه وې، هڅه وکړه چې د ارزښتونو بېلګه شې.
وروستي