د روهي ویب پاڼې لسمه کلیزه دی ټولو هیوادوالو ته مبارک وی.

زه او زما ګران ملګری د روهي ویب پاڼې بنسټګر نیک محمد ویال په 2006 کال کې له مسکو نه, ډاکتر اجمل روهی له جرمنی نه او ملګری محمد شاه له کابل نه د روهی ویب پاڼې د پیل کیدو چارې مو له صفر نه شروع کړل او اوس الحمدالله روهي ویب پاڼه زرګونه مینه وال لری او پاڼه اوس خورا غنی شوی. یوه جالبه خاطره ' مسکو کې وم ډاکتر ویال د روهي پاڼې د موادو لیکلو لپاره یو کمپیوټر راته راوړ,کله به مو چې روښانولو نو شپږ کوټی هغه خوا یی د غراری غږ تله. بله ورځ ډاکتر ویال راته وویل کمیپوتر څنګه کار کوی ما ورته وویل وروره ټرکټور ښه کار کوی, ویال راته وویل عصاب دی خراب شوی زه درته کمپیوټر یادوم ته ټرکټور یادوی. ما ورته وویل: وروره کمپیوټر دی راوړی یا ټرکټور چی چالان یی کړم شپږ کوټی هغه خوا یی د غراری غږ محصلین اوری,سم ټرکټور دی راوړی.