
محمود نظري
طنز
د سلو زومانو ناوې
ګریوان څیری:
رییس صیب ! ته په پټوسترګو لاسلیک کولای شې؟
رییس
- هو!
ګریوان څیری:
- نو لطفاً په دی استعفاه لیک دی لاسلیک وکړه.
***
په سترګو کې خاورې اچول
زړه لږی کلیوال بل ته په چوک چوک ویل:
زه دی پوځیانو ته اریان یم د تورژبې ولسمشر په راتلو يې یوېشت ډزې وکړي؛خو ټوله ختا شوې.
***
چي خاوند يې لېټۍ خوري د سپوبه يې څه حال وي ؟
رییس صیب ته یو نابلده مېلمه راغی هغه خپل په يوه پښه ولاړ
ویاند ته چې لکه سیوری ورپسې و وویل :
په برنده کې ودریږه ګوره او راپوړت راکوه چې څوک څه کوي
ویاند هم ددې په پار چې اخیر سفیر کیږي پټه خوله بهر ووت او چالان شو:
هغه دی پر سړک یو دیپلومات موټر رهي دی، هغه دی دیخوا راوګرځېد، هغه دی د اپوزیسیون د رییس د کور مخي ته ودرید ، هغه دی یو سړی د تور دیپلومات سره تاشو ، هغه هم بهرنی مالومیږي، هغه دی هغه د رییس کور ته دننه شو هغه دی د اپوزیسیون د رییس سره یو پټ تړون لاسلیک وي
رییس چای په سا ووهلې پرله پسې په ټوخیدو شو او په ټوخه ټوخه يې په هېښتیا له ویانده وپوښتل:
ته هغوی وینې چې کوم شی لاسلیک وي؟؟؟؟
ویاند وویل:
- نه صیب!
رییس :
نو له څه پوهیږې چې هغوی کوم شی لاسلیک کوي؟
ویاند په فیلسوفی وینګ وویل:
ځکه د هغو ویاند هم په برنده کې ولاړ دی اورا پوړ ت ورکوي