
توري شپې به سپین سهار شي
له مشرقه مو لمرونه
په تلوار تلوار خندا شي
ټغرونه به د تورو تاریکیو سم پناه شي
د هیواد غېږه به روڼه شي
د امن به نور کار شي
مومنان به په خوښۍ خوښۍ ترې ځار شي
دښمنانو ته ځواب هغه سالار سالار چي راشي
چي د غرب پر تالۍ څټو
د اسلام د توري وار شي
د افغان پر غرونو څرک شو
مدبر جانان چي راشي
د دوو سترګو انتظار شي
په پوښتو پوښتو کي راشي
دومره راشي زموږ تر ځایه په قرار شي
د سهار لمر لاندي کړي تاریکې وي
تور تمونه د لوی غرونو ئې سایې وي
موږ ئې پورته په ګرمۍ او سوځېدو شو
شور او ځوږ وي،د غازیانو ولولې وي
پدې ښار کي عجیب هسکي ترانې وي
پاڅئ پاڅئ افغانانو نور دا وخت د ویښدو دئ
شین بیرغ په رپېدو دئ
حکمتیار په خوځېدو کي د کابل تر سرحدو دئ
د غازي ولس په خولو کي دا نارې وي
مجاهد سالار چي راشي
ضیاء الحق توکلي