ډک له ســـــتورواســـــمانونـــــه دي او زه يــــــــم
راســــره دې ټــــــــول يــــادونـــــــه دي او زه يــــم
راشـــــــه والوزه نســــــــيم شـــــــه مســـافـــــره
بيـــــا د غــــــم سپــــېره بادونـــــه دي او زه يــــــم
بيګاه خوب کې راســره وې څومـــره خــــــــوښ وم
رانـــــــه لاړې ټـــــــــول غـــمونـــــه دي او زه يـــــم
ســــــــردرې درتـــــه نارې کــړي هم سيـــندونـــــه
ګــرد چاپــــېره نښـــــتــــرونـــــــه دي او زه يــــــــم
تا د محــــبت ســـلـــسله جوړه پــــــــه دنيـــــــا کړه
پاتـــې ســــتا نيمـګــړي ارمانــونــه دي او زه يــــــم
اى !د دنــګــو غرونـــو بازه څنـــګه ښـــکـــار شـــوې
له زخــــمــــي زړه فريــــادونــــه دي او زه يـــــــــم
د شيــګل د غــــــروشــمشــاده روح دې ښـــــاد وي
په دعا پــــورتـــــــه لاســـــونــــــه دي او زه يــــــــم
اى!وصـــالــــه نـــور نــو څـــــه لـــــه پــــســې ژاړې
ډک لــــه اوښـــــکو مې جـــــامـــونه دي او زه يـــم
واصل وصال
خپله جونګړه
وروستي