له شاعر او ليکوال هجرت اختيار سره مرکه

دا ځل بيا يوه خواږه او ښه قلموال ملګري هجرت الله اختيار سره د ياهو مسېنجر په مټ د زړه خواله درته کړې،هيله ده خوښه مو شي،يادونه کوم چې په دې اړه راڅخه خپل نظرونه ،نيوکې او وړانديزونه مه درېغوئ.
دا هم تاسې او دا هم  د اختيار ګل ګلالى بنډار:
رغاند: اختيار صيب!وايي ځان پېژندنه تر خداى پېژندنې هم ډېره اړينه ده،تاسې تر کومه حده ځان پېژنئ ؟که داسې له مخې يې په لنډ ډو ل ځان د ژړا لوستونکو ته هم وروپېژنئ ښه به وي.
اختيار: وروركه! كه رښتيا درته ووايم، والله که  خپل ځان هم سم پېژنم، بس دومره پوهېږم، چې پلار راباندې نوم هجرت الله ايښى، خو ما ورسره دا بل (اختيار) هم تړلاى، ليسه مې په پاكستان كې لوستې، دلته د ننګرهار پوهنتون حقوقو پوهنځي ته هم څلور كاله پرله پسې تللى او راغلى يم، بس ددې نورو غوندې زه هم د ګېډې د دوزخ د ډكولو پسې كله په كابل او كله په ننګرهار يم.
رغاند: ښه اختيار صيب،ستاسې له خولې مې لوستي چې شاعر ځان پوره سړو کې نه حسابوي،که داسمه وي نو ولې شاعر شوې،او که خپلې ادبي هڅې هم لږې روښانه کړې،نو لا به ښه وي.
اختيار:هاهاهاهاها،والله که  پوهېږم، چې ما چېرته ليكلي دي، چې شاعر ځان په سړو كې نه حسابوي؟ماته خو دانه ده معلومه،دا چې ولې شاعر شوم په دې اړه به درته دا يو بيت وليكم چې:
زه دې محفل ته خدايزده راغلمه د چا لپاره؟
اوس مې هم ياد نه دي چې چا لپاره ووتلم؟
رغاند: ښه،د شاعر په اړه نظر خو مو د نصرت الهام په تنده ويبلاک کې راغلى و کېداى شي چې ويې لولئ:
اختيار 03.09.2009 05:47 الهام او ذکي صاحب دواړو ته سلامونه هيله ده، چې روغ به ياست. الهامه ګرانه! په خداي رښتيا دې ويلي دي، مړه تا ته خو به پته وي، شاعر د سړيانو په کتار کې کله کله ډېر کم راځي، زياتره په داسې حالت کې يوي، چې ځان ته په خپله (نه سړي) وايي، بس وګڼه، چې هغه د خداي په امانۍ شعر مې د نه سړيتوب په حالت کې ليکلاي و. زه خپله هم نه پوهېږم، چې ولې شعر ليکم او ولې يې نه ليکم. مړه نورې هم ډېرې خبرې دي، خو بس که لنډه يې کړم په دې وروستيو کې مې له هغه شاعر (اختيار) سره سخته ورانه شوې، بس کله کله يې په اړه دغسې (د خداي پامانۍ شعرغوندې) فکرونه راځي، نور مې نه ليکل او نه يې ليکم، ويم خلک راپورې ونه خاندي؛ خو نه پوهېږم، چې دا مې ولې وليکه. ځه مړه، جلال هم ښه وايي، ته هم په حقه يې او زه هم بد نه کوم هاهاهاهاهاهاها اباد دې غواړم .
اختيار:د ادبي هڅو په نوم خو مې تر اوسه څه شى نه دى كړى، كه مشاعرو ته تللو ته ادبي هڅې وايې، نو دا كار مې له هريپور څخه اصلاحي ادبي ټولنې كې مشاعرو ته له تګ څخه پيل كړى،بيا مې په لغمان كې د استاد الفت تعليمي او كولتوري ټولنه كې هم اخوا دې خوا منډې وهلي او ورښت مې هم له ملګريو سره يو ځاى چاپوله،مړه وګڼه چې دا خبره به مې هم په نه سړيتوب كې كړې وي.هاهاهاهاها،له سړيتوب او نه سړيتوب نه مې موخه د عامو خلكو غوندې كېدل دي.نه بل څه
رغاند: ښه،اختيار صيب که دا ووايې چې ولې داسې ظاهرا هم ډېر خپه ښکارې،شعرونه دې هم اکثره د نهيلۍ رنګ لري،د دې علت څه کې وينئ؟
اختيار:يار، زه په دې نه پوهېږم، چې زه ظاهراً خفه ښكارم او كه خوشاله؟د شعرونو په اړه به مې ووايم، چې ما لا تر اوسه يكنواخته شعرونه نه دي ليكلي، د بېلابېلو شېبو شعرونه دي، ښايي د خفګان په حالت كې به مې دېر شعرونه ليكلي وي، داسې كوم ښكاره علت خو يې ماته نه ښكاري، كه يې وموم ښايي زه هم ترې ځان خلاص كړم او خوشحاله شعرونه وليكم،خو بيا هم خفګان د انسان د فطرت يوه برخه ده، كله خفه كله خوشحاله كله څنګه كله څنګه.؟؟
رغاند: کوم ډول شعرونه مو ستاسو په اند خلک ډېر خوښوي،د خوښۍ او که د خپګان،ماته خو په خپګاني شعرونو کې ښه ښکارې،ستا نظر څه دى؟
اختيار: تا نه مننه، كه رښتيا درته ووايم، زه اكثره شعرونه ملګريو ته وايم، او چې هر شعر مې ملګريو ته ويلى هغوى خوښ كړى، تر اوسه يې راته دا نه دي ويلي چې دا شعر دې ښه نه دى، زه فكر كوم هغوى مې تشويقوي او چې چېرته مې مشاعرو كې هم هر شعر ويلاى خلكو اورېدلاى، په دې نه پوهېږم چې څومره يې خوښ شوى دى؟
رغاند: ښه،د شعري ټولګې په اړه دې ووايه،د لپې نوم دې پرې څله اېښى،،ځينې شاعران خپلو پخوانيو شعرونو سره ځان ډېر ښه نه ګڼي،ته يې خپله څنګه ارزوې؟
اختيار:والله وروره لپه يو نوم دى، دوعا ته يې هم خلك جوړوي او د خداى دربار ته يې پورته كوي، اوبه هم په كې څښي، ځينې وخت په كې يو څوك چا ته د ګلونو پاڼې هم وركوي،بس وګڼه چې ما په كې ټولنې ته شعرونه راټول كړي دي،پخواني شعرونه مې هماغه وخت كې ښه ول، اوس هم ځينې راباندې ګران دي، خوند راكوي، خو شك نشته، چې له هغو مې ښه شعرونه هم ليكلي دي، په دې مانا چې د پخوانيو ځينو شعرونو پر نيمګړتياوو مې اوس يو څه سر خلاص شوى دى
رغاند: اختيار صيب،تاسو د ځينو نوموتو او ملګرو شاعرانو په نوم مو يو شعر ليکلى و که ووايم چې همدا دې د خوښې وړ شاعران دي،سمه به وي؟
اختيار:نه يار! يوازې دا نه، نور مې هم ډېر خوښ دي، په هغو كې رښتيا هم ځينې نوموتي شاعران ول، ځينې مې لكه بشرمل زرغون يوازې ملګري ول،خو خبره دومره وه هغه مهال مې همدوى پېژندل او بله دا د هغه شعر ليكل يوازې شعر ليكل ول، نه مې غوښتل چې په كتاب كې يې چاپ كړم، خو رانه چاپ شوى و
رغاند: ښه يانې دا ملګري چې مو دي لکه بشرمل زرغون د دوى شعرونه مو نه خوښيږي او يوازې د ملګرتيا لپاره مو ياد کړي؟
اختيار:د نه خوښېږي خبره په كې نشته،خو بس ياد كړي مې دي
رغاند:ښه،اختيار صيب !تاسې له څانګيزه پلوه د سياست او حقوقو اړوند ياست،ډېر شاعران د سياست او ادب لارې بېلې ګڼي،ادب ښه بولي،سياست ته په بد نظر ورګوري،تاسې په دې برخه کې څه دريځ لرئ،خپل ذوق که مسلک ډېر درته ګران دى؟
اختيار: دواړه راته ګران دي، هغه مې مسلك دى او دا مې ذوق، ادب او سياست فكر كوم دومره سره لرې نه دي لكه خلك يې چې بولي او فكر كوم ډېر خلك يې لرې هم نه بولي البته څوك يې چې په اړه معلومات لري.كه وګورو ادب د سياست ژبه ده، ځينې مهال داسې كېږي، چې سياست د ادبياتو پسې روان وي او ادبيات په سياست كې ستر بدلون رامنځته كوي،ځېنې مهال بيا سياست ده، چې ادب يو مقام ته رسوي،دا ډېر اوږد بحث دى، استادان او پوهان پرې ډېر غږېدلي دي زه خو پر دې نظر يم چې زما مسلك او ذوق سره لرې نه دي او دواړه پاللى شم.
رغاند:ښه،که دې دوو کې د يوې د ټاکنې خبره وي نو کوم يو ته به ښه ووايئ؟
اختيار:مړه ما درته وويل كنه، چې دا دواړه يو د بل لازم او ملزوم دي، د خېټې او د شا مثال لري ،سړى داسې نه شي ويلاى چې ادب ښه دى او سياست بد يا سياست ښه او ادب ناښه
رغاند: تاسې له وروستيو راهيسې د شعر ترڅنګ ژباړې سره هم ډېر نېږدې پاتې شوئ،تر دې چې له شعره مو هم په ژباړه کې ډېر کتابونه چاپ شول،اوس ورسره څنګه ياست،او که په ټوله کې ووايئ چې هجرت الله اختيار اوس پر کومو ادبي هڅو بوخت دى؟
اختيار: خبره داسې ده، چې ژباړه مې هم په نه زړه شروع كړه، فكر مې نه كاوه چې زه دې ژباړه وكولاى شم، په يو پسې بل كتاب او په بل پسې بل.... كتابونه چاپ شول،رشتيا درته ووايم، ما هېڅكله ځان په ادبي هڅو بوخت نه دى ساتلاى، مانا دا چې نور كارونه مې ورته نه دي پرېښي، تر دې چې انډيوالي مې هم ورته نه ده پريښي، چې كله وزكار شوى يم، بس ژباړه، ليكنه او يو شى مې كړى.دا مهال يوه دوه كتابونه دي، چې پر ژباړلو يې لګيا يم، يو چې (د حضرت محمد صلى الله عليه وسلم ) معجزې نومېږي، نصير موممند راباندې ژباړي او بل يې هم (پښتانه څوك دي؟) د پروفيسور پرېشان خټك كتاب دى، دا راباندې سيد نظيم سيدي ژباړي،دا كارونه په وزګار وخت كې كوم.
 
   هجرت الله اختيارـ انځور د نصرت الهام له تنده بلاک څخه په مننه
رغاند:اوس که مو اجازه وي ستاسې د شخصي ژوند په اړه به څو پوښتننې وکړو
اختيار:نو شخصي ژوند له كومه شو يار؟خو بس درته پته ده، چې تا غوندې مې واده نه دى كړى،نورې پوښتنې دې له ځان نه وكړه
رغاند:هههههه،دا پته خو راته شته خو ماويل ودې پوښتم چې ولې مو واده نه دى کړى،لا موخوښه ورته نه ده راغلې،يا راغلې چا خوښ کړي نه ياست،ياڅه بله خبره ده؟
اختيار:ما درته وويل كنه، چې دا پوښتنې له خپل ځان نه وكړه،هاهاهاهاهاهاهاهاه،ګوره خبره درته وكړم، واده يوازې په خوښه نه كېږي ښه،د پېښوريانو په اصطلاح له خوښې سره به پيسې هم لږي،مخكې خو په پوهنتون كې وم، هغه مهال خو مې ګټه وټه نه وه، ايله مې زده كړې ترسره كړي، اوس چې له پوهنتونه راوتى يم، بس د پيسو په ټولولو يم، چې واده پرې وكړم
رغاند:ښه خداى مو پکې بريالى کړه،که ووايئ په ژوند کې مو تر ټولو ستر ارمان کوم دى چې وايئ بايد پوره شي؟
اختيار:رښتيا درته وايم، غټ ارمان مې دا دى، چې په افغانستان كې يو داسې حكومت رامنځته شي، چې د مخالف په نوم هيڅوك هم ونه لري، لكه دې نورو هېوادونو كې چې دي.دا فرق نه كوي، چې د هر چا حكومت وي، د طالب وي، د مجاهد وي او كه د هر .... وي بس دغه مې غټ ارمان دى
رغاند:کومه ځانګړتيا مو ده چې ترې ډېر خوشاله ياست،او کومه ځانګړتيا مو ده چې نه يې لرئ او غواړئ څښتن يې اوسئ؟
اختيار: والله ډېر دقيق نشم ويلاى، خو فكر كوم دغه د چا ښو او بدو كې چې ډېر كار نه لرم دغه به مې ښه ځانګړتيا وي ځكه خو تر اوسه په ښكاره د مخالف په نوم څوك راسره نه دى ولاړ،حوصله او زغم لرم، خو له خدايه غواړم چې نور هم راكړي او هر څه هرې مسئلې ته ښه ډې زغم او حوصله ولرم
رغاند:اختيار صيب بنډار خومو د ژړا وېبلاک لپاره روان دى،که ووايئ کله مو ژړلي،کله ژاړئ او که هو نو ولې،که نه نو څله ؟
اختيار: ولې نه يار!ښه ډېر مې ژړلي دي، په بېلابېلو وختونو كې، كله چې يو ملګرى رانه خفه شي ژړا راځي، كله چې كومه ګناه رانه وشي هم ژړا راځي، كور كې چې څوك رانه كله خفه شي هم ژړا راځي، لنډه دا چې پوه شم ملامت يې ژړا راځي او بس ژاړم
كله كله داسې هم وي، چې:
بيا هم هماغسې راياد شوې خو ژړا رانغله
بيا اسمان ورېځ و خو ميده ميده باران نه و
رغاند:ژړا کې څومره سکون وينئ او له هغو سره چې نه ژاړي ځان څنګه پرتله کوئ؟
اختيار: اوس نو څه درته ووايم، دا خو هغه وخت معلومېږي، چې كله تاته د يو څه له امله ژړا درشي او ته وژاړي او سكون درته معلوم شي او چې ژړا درغلي وي او نه ژاړې، نو دې وخت كې خو سړى سم چوي، څنګه به نه ژاړې، چې ژړا درځي نو خامخا په ژاړې
رغاند:اختيار صيب،زما خبرې خو درسره همدومره وې،که په پاى کې تاسره کومه ناويل شوې اړينه خبره پاتې وي او غواړې ويې کړې نو مهرباني!
اختيار: بس مننه يار، ما همدې ته كتل،ځكه چې د لمانځه وخت هم دى او دلته يو بل ملګرى هم انلاين دى، زړه يې بنډار ته دى، چې ما ويل هغه خفه نشي.
ځه  الله دې مل شه
بيا هم مننه
رغاند:  له تاسو هم خورا مننه چې بنډار ته حاضر شوئ،ښه وخت او پخپل اختيار کې ژوند درته غواړم.