دوه كسه په خپلو كې

يو ورځ دوه كسه په خپلو كې سره په جګړه كې و. يو بل ته يې وويل : ځه ! كنې داسې يو بكس دې ووهم چې لندن ته دې ورسوم . دوهم كس ځواب وركړه : والا چې زه دې هم داسې يو بكس ووهم چې امريكا ته دې ورسوم . په همدغه وخت كې يو بل سړى چې ددې كسانو جګړه يې كتل وويل : والا چې تاسې ډير كمال لرى مهربانى وكړى ما په كراره يو بكس ووهۍ چې هندوستان ته ورسيږوم .