د هارون رشيد په نوم د سفيان ثوري (رح) ليک

 
هارون رشيد دځواک دلاسته راوړلو وروسته امام سفيان ثوري رح ته دعباد الطلقاني په لاس ليک واستاوو چې په هغه کې يې ليکلي ووچې زه ستا دليدوارزو لرم او شکايت يې کړی ووچې نورو علماوو ماسره ليدنې وکړې او مبارکي يې راکړه ليکن نه تا مبارکي راکړه او نه دې راسره ليده وکړه.
دا خط امام ته هغه وخت ورسيد چې هغه دکوفې په مسجد کې دشاګردانو تر منځ ناست وو دخط تر اوريدو وروسته هغه وويل ددې ليک په شا ځما ځواب وليکئ
"دسفيان ثوري رح داليک دحق يوه ښکاره نمونه ده دقضا دلوړوالي او دقضا(علی اسلطان واعونه) په هکله دالاندې اقتباس وګورئ"
(يا هارون قعدت علی السرير ولبست الحريراسبلت سترادون بابک وتشبت بالحجته برب العالمين ثم قعدت اجنادک الطلمه دون بابک وسترک الناس ولاينصفون يشربون الخمورويضربون من يشربها ويزنون ويحون الزاني ويسرقون ويقطعون يدالسارق افلاکانت هذه الاحکام عليک وعليهم قبل ان تحکم للناس)
   اې هارونه ،ته په تخت ناست يې ،دوريښمو کالي دې اغوستي دي په دروتزو دې پردې راځوړندې کړي او خلکو څخه په پټوالي سره دخداي ﷻ سره مشابهت کوې ددې نه پرته تا په دروازه کې هم خلک ټاکلي دي چې په ظلم حکم کوي انصاف نکوي هغوي په خپله شراب څکي خو نوروشراب څکونکو ته سزا ورکوي په خپله زنا کوي خو نورو زنا کوونکو ته سزا ورکوي په خپله غلا کوي خو دنورو غلو لاسونه پرې کوي په خپله وژل کوي خو دنورو وژونکو څخه قصاص اخلي نو ايا دخداي ﷻ داقوانين په تا او ستا په دې مامورينو دنورو څخه تر مخه دجاري کيدو له پاره نه دي راغلي ؟
دليک په شرو کې دملت دخزانې په بيځايه استمال سخت تنقيد کړی او په اخر کې يې دقيامت دورځې څخه ويرولی دی
"فاياک اياک ان تکتب لي کتاب سه بعد هذافلااجيبک وسلام"خبر اوسه خبر اوسه چې اينده کې زما په نوم هيڅ ليک ونه ليکې او که نه زه به ځواب درنکړم وسلام
کله چې هارون رشيد ته دا ليک ورسيد نو دسترګو څخه يې اوښکې روانې شوې يو درباري ورنه پوښتنه وکړه چې هغه ستا په مقابل کې ډېر جرات ښودلی دی دهغه نيول پکار دي
هارون ورته وويل:
ته د دنيا بنده يې او سفيان رح يواځې د يو امت حيثيت لري.