څومره ساده دى دښمن لاس کې ورکړي توره خدايه
پښتون يې واخلي لاړشي خپله مور کړي بوره خدايه
د جنګ ميدان دى پښتون لاس کــې توره فکر کوي
چې لومړى خرپ تېر له دښمن که له تربوره خدايه
زمــــونږ دا غلــــه مشران په سمــــــه لاره کــــړې برابر
زمـــــونږ دا لوټ هېواد نور وساتې له چوره خدايه
څنګه به جوړ شي دا زمونږه وران ويجاړ وطن چې
زمـــونږ د هر يو مشر سر ډک دى لــــه بوره خدايه
دا د ډارنې لــــــــور چې وويني ( يرغـــــل ) نو لکه
هوسۍ چې وويني زمــــــرى او شي تروره خدايه
انوارالحق يرغل
وروستي