
په پېښور كې د افغان كډوالو د چارو رئيس عبدالحميد احمدزي رسنيو سره په خبرو کې څرګنده کړه ، چې د پېښور پوليس حق نه لري چې هغه افغان كډوال ونيسي يا يې وځوروي چيې قانوني اسناد ولري نوموړي پر افغانانو غږ كؤي چې په پېښور کې د ګرځيدو پر مهال قانوني اسناد پاسپورټ او افغان كارت ولري كه د قانوني اسنادو په درلودلو سره سره هم پوليسو افغان کډوال تنگول يا يي زورول او يا يې پيسې غوښتې نو ور دي كړي خو د پوليسو نوم ، د كمربند په خوا کې سيريس نمبر او د تهاڼي حدود په نښه او په دي نمبر فون د افغان كډوالو د رياست د چارواكو سره اړيكې ونيسي چې قانوني چلند ورسره وشي نمبر : 0915843525 يا : 3005928893 د يادوني وړ ده چې په پېښور کې د چاودنو څخه وروسته خوا شا 5000 افغانان د پېښور د پوليسو لخوا نيول شوي او يا په تهاڼو کې بنديان او له پولې اړول شوي هغه افغانان هم زورول شوي چې قانوني اسناد ولري ،
عبدالحميد