شتمن پلارغریب پلار

 
لڼده کیسه
 
لڼده کیسه!
 
يوه ورځ یوه ډېر بډايه (شتمن)  پلار خپل زوی یو کلي/ هېواد ته د سفر لپاره د ځان سره ددې لپاره ملګری کړ چې، خپل زوی ته وښایي چې، غریب خلک څنګه ژوند لري/ او یا هم، خلک تر کومه حده غریب کېدلی شي.
 
 دوی څو ورځې او شپې د یوه ډېر غریب کروندګر له کورنۍ سره تېرې کړې. کله چې د سفر څخه راستانه شول، پلار یې له زوی څخه وپوښتل.
 
 زویه، سفر څنګه وو؟ خوښ دې شو؟
 
زوی یې وویل: هو، ډېر ښه سفر وو پلاره.
 
پلار یې له زوی وپوښتل: ودې لیدل خلک څومره غریب کېدلی شي؟
 
زوی یې وویل: هو پلاره.
 
پلار: ښه، له سفر څخه دې څه زده کړل، زویه.
 
زوی یې ځواب ورکړ: موږ یو سپی لرو، هغوی څلور سپي لرل. موږ یو ډنډ (حوض) لرو چې زموږ د باغ نیمایي ته رسیږي، هغوی سیندونه لري چې نه ختمېدونکي دي. موږ د شپې لاټینونه/ ګروپونه لرو، هغوی ستوري لري. موږ یوه وړه ټوټه ځمکه لرو چې پکې اوسېږو، هغوی دومره ځمکه لري چې د سترګو تر نظر ورکېږي. موږ خدمتګاران لرو چې موږ ته خدمت وکړي مګر هغوی نورو ته خدمت کوي. موږ غذا اخلو خو هغوی یې کري او جوړوي. موږ دیوالونه لرو چې د خپل ځان او مال ساتنه پرې وکړو، مګر هغوی ملګري لري چې د هغوی ساتنه وکړي.
 
د هلک پلار حيران او بې خبرو شو.
 
زوی یې زیاته کړه: مننه پلاره، زه اوس پوه شوم چې موږ څومره غریب یو.
 
د کیسې مطلب دا دی چې، پیسې نه دي چې موږ به مالداره او بډایه کړي؛ دا ساده ژوند، مینه او محبت، خواخوږي او مهرباني، ملګرتوب او کورنۍ ده چې کولی شي موږ بډایه او مالداره کړي
 
هر څوک جلا نظر لري خو ځينې وختونه  د یو چا نظر د ډېرو خلکو نظر شي، حتی د یوه ماشوم نظر کولی شي چې موږ ته ډېر څه رازده کړي چې پخوا پرې نه پوهېدو.