
د شهید جنرال زړور زاهد د فاتحې مراسم د زرګونو کسانو په ګډون ترسره شول . |
۲۹/۶/۱۳۹۵ په ننګرهار ولایت کې د شهید جنرال زړور زاهد د فاتحې مراسم د وږې په ۲۹مه د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د مسؤلینو، زرګونو مخورو،منسوبینو او ولسونو په ګډون سره ترسره شول . په دغه مراسمو کې د مشرانو جرګې رئیس فضل هادي مسلميار،ننګرهار والي سليم خان کندوزي، ۲۰۱ سيلاب قول اردو قوماندان ډګرجنرال محمد زمان وزيري، د شهید کورنۍ غړو، په ننګرهار کې د عامه نظم اوومې لواء، سرحدي لواء، ملي امنيت، ملي اردو ځانګړو قواو، امنې قوماندانۍ مسؤلينو، منسوبينو، سربازانو، د جلا ل اباد ښار سربيره د دوه ويشت ولسواليو قومي مشرانو، جهادي قوماندانانو، مدني فعالانو، ولايتي او سولې شورا غړو، په ننګرهار کې مېشتو اهل هنودو استازو،پوهنتون استادانو، معلولينو، ديني عالمانو، کسبګرو اتحادیې غړو،مېرمنو او ګڼ شمېر نورو ګډون کړی و. د فاتحې مراسمو وړاندې د قران عظيم الشان ختم تر سره شو، چې د غونډې برخوالو له لوري د شهيد روح ته د دعا لاسونه لپه شول . د فاتحې ګډونوالو د شهید زړور زاهد روح ته د الله ج له درباره د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه. ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، شهيد زړور زاهد د هېواد بهادر، پیاوړی او په خپله خاوره مين قوماندان و، چې خپل سر يې د ولسونو امنيت په ساتنه کې د نیکمرغه لوی اختر په شپه قرباني کړ. هغه وویل: (( دا هغه قوماندان و، چې د جنګ په لومړيو کرښو کې د دښمن په مقابل کې جنګيده، چې په لږ وخت کې د شينوارو، خوږياڼو او حصارک ولسواليو کې يې مخالفينو ته غاښ ماتوونکي ځوابونه ورکړل .)) نوموړی وایي نن هر افغان غواړي،چې د زړور زاهد په څېر پخپله پاکه خاوره قرباني ورکړي . ښاغلي کندوزي وویل: (( دې خاورې پخپل غېږ کې د زړور زاهد په څېر نور جنرالان هم زیږولي او هیڅکله به د هېواد دښمنانو ته د تخریبي کړنو اجازه ورنکړي .)) ننګرهار والي وويل، د هېواد ولسمشر او د نورو مسولينو څخه يې غوښتنه کړې، چې د ننګرهار پوليسو اکاډمي دې د شهيد زړ ور زاهد په نوم ونومول شي،تر څو د دغه قهرمان شهید نوم د تل لپاره ژوندی وساتل شي . د شهید جنرال زړه ور زاهد د کورنۍ غړي حاجي پښتون د ننګرهار او ختيځي سيمې د ملکي او نظامي وګړو څخه ځانګړې مننه وکړه، چې د دوی سره يې په دغه ستر غم کې ځانونه شريک کړل. ده وويل، چې د دوی کورنۍ به د خپل هېواد په دفاع کې د شهيد زړور زاهد لار تعقيب کړي. نوموړي ننګرهار والي څخه ځانګړې مننه وکړه، چې د شهيد زړ ور د فاتحې مراسم يې په ځانګړو مراسمو تر سره کړل. د مشرانو جرګې رييس فضل هادی مسلميار د شهید زړور زاهد په مړينه خواشيني څرګنده کړه او زیاته یې کړه د هېواد دښمنان له څلوېښت کلونو راهيسې هڅه کوي،ترڅو د دغه پاکې خاورې مخور،پیاوړې جنرالان او نور په شهادت ورسوي . نوموړي پر ولسونو غږ وکړ، چې د خپل وسله وال پوځ ننګه وکړي او د خپلې خاورې په دفاع کې وسله وال پوځ سره اوږه په اوږه ودريږي. د مشرانو جرګې رييس د زړور زاهد کورنۍ غړو ته د تسليت مراتب وړاندې کړل،شهید ته يې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه. شهید زړ ور زاهد شاوخوا يو څلوېښت کاله وړاندې د کابل ولايت د ده سبز ولسوالۍ تره خېلو سیمه کې دې نړۍ ته سترګې غړولې وې. شهيد زړ ور د پوليسو اکاډمۍ مسلکي افسر و او د امريکا په متحده ايالاتو کې يې په نظامي برخه کې د رهبرۍ زده کړې کړې وې. شهيد زړ ور زاهد د کورنيو چارو وزارت د لارښوونو سره سم د کندهار، کاپیسا، غزني، بلخ، پکتيکا او ننګرهار ولايتونو کې د امنې قوماندان او په کابل کې ولايت کې د عامه نظم د لومړۍ لواء قوماندان په توګه دندې تر سره کړې وې. نوموړی د روان کال په لومړيو کې د ننګرهار امنې قوماندان په توګه په دنده وګمارل شو، چې د روانې مياشتې د عرفې په ورځ او لوی اختر په شپه د مخالفينو لخوا د ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې په حصارک ولسوالۍ کې په شهادت ورسيد. د زړه ور زاهد څخه شپږ اولادونه پاتې شول، چې درې يې زامن او درې لوڼي دي. د اختر په دويمه ورځ د ولسمشر او د کابينې غړو او ګڼ شمېر نورو هېوادوالو لخوا يې په کابل کې جنازې لمونځ اداء او د ده سبز ولسوالۍ تره خېلو په کلي کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. روح دې ښادي وي . |
د ننګرهار مرستیال والي د جلال اباد ښار یو شمېر لیسو څخه لیدنه وکړه . |
۱۳۹۵/۶/۲۹ د ولايت مرستيال محمد حنيف ګرديوال په جلال اباد ښار کې د شهيد محمد عارف ليسې نه ليدنې پرمهال وويل: هڅه کوي چې د پوهنې رياست په ملتيا په روان تعليمي کال کې د کيفيت د پياوړتيا په موخه لازمې هڅې وکړي. د ولايت مرستيال په ياده ليسه کې د ښوونکو د سوبتيا کتاب د کتنې تر څنګ د زده کوونکو د ارزونې په موخه له ټولګيو نه د ليدنې پرمهال د حاضرۍ کتاب او د تدريسي مهال ويش نشتون د ادارې کمزورتیا په ګوته کړه او و يې ويل د نوي تعليمي کال له پيل راهيسې ديارلس ورځې تيريږي خو لاهم تر نيمايي زيات زده کوونکي غيرحاضر دي او د تدريس کوم څرک نه ليدل کيږي. بل پلو د ولايت مرستيال د نازو انا ليسې د ښوونيز بهير نه د ليدنې پرمهال هغه ښوونکي غيرحاضر کړ ، چې دندې ته نه و راغلي او هم يې په ټولګيو کې د زده کوونکو د ارزونې پرمهال په ټولګيو کې وړ زده کوونکي په ډاليو ونازول. د ولايت مرستيال په ياده ليسه کې ښوونکو ته په خطاب کې وويل: سږ کال به هغه ښوونکي او اداري مسولين سخت مجازات کړي چې ورسپارل شوې دنده يې په درست شکل نه وي ترسره کړي. |
د عامه نظم اومې لوا په انګړ کې د ننګرهار پخواني امنيه قوماندان شهيد زړور زاهد فاتحه واخيستل شوه. |
۱۳۹۵/۶/۲۹ د فاتحې او د قران عظيم الشان د ختم په مراسمو کې د عامه نظم اوومې لوا قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي ، د لوا د شعباتو امرينو او ګڼ شمېر افسرانو او ساتنمنانو شتون درلود. د فاتحې ګډونوالو د الله ج دربار څخه شهيد زړور زاهد ته د جنت فردوس او د کورنۍ غړو ته يې د جميل صبر هيله وکړه. د عامه نظم لوا قوماندان مل پاسوال نصير احمد ساپي زړور زاهد د هېواد ريښتيني بجي ياد کړ او مړينه يې د ټول هېواد لپاره لويه ضايع وبلله . نوموړي په ټولو سرتيرو غږ وکړ ،چې له هېواد او خلکو څخه د ساتنې په لاره کې هر ډول قرباني ورکړي ، څو يې نومونه د تاريخ په پاڼو کې د تل لپاره پاتې شي. شهيد مل پاسوال زړور زاهد د روانې مياشتې په يوويشتمه نيټه په حصارک ولسوالۍ کې د عملياتو پر مهال د ماين چاودنې په ترڅ کې په شهادت ورسيد. |
ناڅرګندو وسله والو دوه سپین ږیري شهیدان کړل . |
۱۳۹۵/۶/۲۹ ننګرهار ولایت غني خیلو ولسوالۍ د سیاچو په سیمه کې د وږې په ۲۹مه شاوخوا نهه بجې ناڅرګنده وسله والو دوه سپين ږیري شهیدان کړي . یاد مشرانو چې غوښتل یې د غني خیلو ولسوالۍ څخه مرکز جلال اباد ته ولاړ شي،په یاده سیمه کې د وسله والو له لورې تر ښکته کیدو وروسته په شهادت رسول شوي دي . ننګرهار والي سلیم خان کندوزي پر یاده پېښه ژوره خواشیني ښودلې،شهیدانو ته یې د فردوس جنت او کورنۍ غړو ته یې د جمیل صبر هیله کړې . هغه امنیتي منسوبینو ته لارښوونه کړې،ترڅو د پېښې عاملین پیدا او د قانون منګولو ته یې وسپاري . |
د۷ پاکستانیانو په ګډون ۱۱ تنه نیول شوي . |
۱۳۹۵/۶/۲۹ امنیتي منسوبینو په ننګرهار ولایت کې د پلټنو پر مهال د اوو پاکستانیانو په ګډون ۱۱ تنه شکمن کسان نیولي. یاد کسان هغه مهال تېره ورځ ناوخته نیول شوي،کله یې چې د ډاډسن ډوله او کرولا ډوله موټرونو په وسیله نامعلوم لورې لوژستیکي توکې لیږدول. یاد کسان په داسې حال کې نیول کیږي،چې له وړاندې داسې راپورونه تر لاسه شوي و،چې یو شمېر کسانو غوښتل اچین ولسوالۍ کې د داعش وسله والو لپاره لوژستیکي توکې ولیږدوي . له نیول شوو کسانو د مګړۍ پلټنې دوام لري . |
د ننګرهار پخواني امنې قوماندان شهيد جنرال زړه ور زاهد ورور ته د ننګرهار والي او د دې ولايت مخورو له لوري د اعزاز لونګۍ ور په سر شوه |
۲۹/۶/۱۳۹۵ دغه مراسم، چې د جلال اباد په شاهي ماڼۍ کې د وږي په نهه ويشتمه نيول شوي و پکې د شهيد زړه ور زاهد د کورنۍ غړو، امنيتي ځواکونو مسولينو، ددې ولايت يو شمېر قومي مشرانو، فرهنګيانو، ديني عالمانو او ځوانانو برخه لرله. د ننګرهار والي سليم خان کندوزي وويل، چې زړه ور زاهد د هېواد يو پياوړی قوماندان و، چې په ننګرهار کې د دندې له پيل سره سم پدې ولايت کې د داعش او طالب وسله والو پر وړاندې د نورو امنيتي ځواکونو سره په همغږۍ په بېلابېلو ولسواليو کې پرلپسې عمليات پيل کړل. کندوزي وويل، چې زړه ور زاهد هغه شخص و، چې خپله د داعش او طالبانو پر وړاندې په لومړي خط کې جنګيده او په ننګرهار کې يې د دغه ظالم دښمن د پرمختګ مخه په کلکه ونيوله. نوموړي وويل، چې د زړه ور زاهد نه هيريدونکې کارنامې به هیڅ کله د افغانانو له ياده ونه وځي په ځانګړې ډول په تورخم کې يې د خپلو سربازانو او منسوبينو سره يوځای په لوړمرال د پاکستان پوځ پر وړاندې وجنګيده او خپلې موخې ته ورسيد. ننګرهار والي وويل، چې شهيد زړه ور هغه قهرمان قوماندان و، چې د ولسونو په زړونو کې يې ځای درلود او ولسونو ور سره ځانګړې مينه لرله، چې د راتګ پر مهال يې د ننګرهار ولسونو ده ته د اعزاز لونګۍ په سر کړې وه. والي زياته کړه، چې د شهید زړه ور يادګارونه او کارنمې د ټولو هېوادوالو او په ځانګړې ډول ننګرهاريانو سره ژوندۍ پاتې دي مونږ به هیڅکله د ده قهرمانۍ او يادونه له ياده ونه باسو. ده وويل، چې په همدې موخه د ولايت مقام او د ننګرهار وطندوسته مخورو له لوري د ده مشر ورور حاجي پښتون ته د اعزاز لونګۍ ور په سر کړه. د شهيد جنرال زړه ور زاهد ورور د ننګرهار والي او د دې ولايت د ملکي او نظامي چارواکو سربيره له ولسونو مننه وکړه، چې دوی ته يې په ډېر درنښت سره وکتل او د دوی ورور اتل شهيد زړه ور زاهد فاتحه يې په ننګرهار کې د زرګونو ننګرهارياريانو په ګډون سره واخيستله. د يادونې وړ ده، چې د ننګرهار پخوانی امنې قوماندان يوه اوونۍ وړاندې د لوی اختر په شپه په حصارک ولسوالۍ کې د هېواد او سولې دښمنانو له لوري د ځای پر ځای شوي ماين په چاودنه کې په شهادت ورسيد، چې وروسته يې جنازې لمونځ په کابل کې د ولسمشر، ګڼ شمېر چارواکو او زرګونه هېوادوالو په ګډون اداء او د کابل سبز ولسوالۍ د تره خېلو په سيمه کې په خپله پلرنۍ هديره کې خاورو ته وسپارل شو. روح دې ښاد وي |