
پوهنمل محمود نظری
نظامي گنجوي د خسرو اوشرین په داستان کې یوه مناظره پنځولې ده چې په دې بیت پيل کیږي.
نخستین بار گفتش از کجائی؟
بگفت از دار ملک آشنائی.
لومړی واریې وپوښتل: يې د کوم ملک؟
ویل يي د اشنا د دارملک
په دې مناظرې کې خسرو د فرهاد په ځواب کې پاته راځې اومنی او وايي
به یاران گفت کز خاکی و آبی
ندیدم کس به این حاضر جوابی.
یارانو ته يې ویل چې له خاورو یاست او آب
نه می دی لیدلی داسی څوک حاضر ځواب
دا په شعر کې حاضر ځوابي یا غوڅ ځوابي ته لو مړی نغوته وه
حاضر ځوابي په طنز ، څرک ایستنې او چټکتیا سره یوه ډیره وتلی او کمیابه پياوړتیا ده چې د هغه بېلګې د د نامتو شاعرانو لکه سنائی، عطار، مولوی، سعدی او حافظ، پا اثرونوکې د جدي او عرفاني موخو په تشریح او توصیف کې راغلي دي.
ډیر نامتو حاضر ځوابونه د بهلول دانا ځیرک حاضر ځوابونه دی چې د هارون الرشید په مهال یې په بغداد کې ویلي دي.
وايي :یو ورځ وزیر د خلیفه مخ ته بهلول ته وویل :
خوشاله اوسه چې خلیفه ته وروزلي او د یزانو او سرکوزو حاکم یې کړې
بهلول دستي ځواب ورکړ: اوس په ځان پام کوه زما له فرمانه ګام بهر نه کړې ځکه اوس زما رعیت شوې.
خلیفه او ټولو دربارانو وخندل او وزیر خجل شو
یو بل ښه حاضر ځواب طلحک د سلطان محمود نامتو ندیم او ملازم و
په ادبیاتو کې هغه ته په ناروا او ملنډو دلقک\"، \"دیوانه\"، \"لوده\" او د\"مسخره\" ستاینومونه ورکول شوی ،چې دهغه له حاضر ځوابونو څخه مالومیږي هغه ډیر عقلمند او پوه سړی و او په خپلو حاضر ځوابۍ به يې ډیر لوی ربړونه حلول.
وایي: پاچا طلحک د یو کار لپاره خوارزمشاه ته ولیږی څه مده هلته و مګر هغو دومره اهمیت نه ورکوی
یو ورځ په دربار کې دخوارزمشاه سره ناست و هر درباری د یوه مارغه د ځانګړتیا په هکله خبرې کولې
طلحک وویل: تر لک لک ځیرک مارغه نشته
پاچا و پوښتل : له څه وایې؟
هغه ځواب ورکړ: ددې لپاره چې هغه هیڅکله خوارزم ته نه راځي
یو بل ځیرک حاضر ځوابه سړی عبید زاکاني و د هغه ډیري لطیفې د پوښتنې او ځوابونو په ډول دی چې ډیرې خوندوري دي
وایي: یو قزوینی په دوبي کې له بغداده راغی
له هغه يې وپوښتل: هلته دی څه کول ؟
هغه ځواب ورکړ:
- خوله
د هغه د حاضر ځوابي یوه بله بېلګه :
وايي :یو سپين ږیری، چې درې ښځې یې درلودې طبیب ته ورغی هغه ته یې ویل:
مثانه او ملا می درد کوی څه شی وخورم چې ښه شم ؟
هغه ورته وویل: معجون نُه طلاق
د شاعرانو او ادیبانو کنایې هم خپل ځانګړۍ ځای لري لکه چې وایي:
د طوس خلکو ته یې د غویي نسب ورکوی
وایی یو ورځ په یوه غونده کې د میرزا بابر ،گورکانی پاچا، څنګ ته لطفي شاعر او طوسي شاعر ناست وو
طوسی په ظرافت له لطفي وپوښتل: د غويي د کوم ځای یي؟
هغه ورته وویل: د هغه له څنګه
همداسی ایرانی کریم شیره ای چې د ناصرالدین شاه په اجازه يي په رسمي وخت کې پر درباریانو لاس اچوی اومسخرې يی پرې کولي ښه حاضر ځوابه و
په حاضر ځوابي کې هوش او ځیرکي ، زړه ورتوب او بې پروایې نسبت یو وچ رسمي چاپیریال ته ښه رول لري چې کله ددا بې پروایي ډیر ي ناوړې پایلې هم درلودلی شي او ستر مصیبت جوړوي
لکه چې سعدي په یوحکایت کې وایي:
یو بې انصافه پاچا له یو پارسا ( نیک سړی) څخه وپوښتل :
له عبادتونو څخه کوم یو تر ټولو ښه دی؟
هغه ځواب ورکړ : تا ته د ورځی خوب چې خلک ستا له ځوره خلاص شي
ویل کیږی د هغه عاقبت ډیر بد و
***
وایي: میرزا تقی خان د ناصری دوری مقتدر صدر اعظم د دې وینا چې « سهار ژر کښینه چې بریالی شی» ضد و
هغه یو ورځ په تیاره کې حمام ته ولاړ غلو د هغه ټول کالي غلا کړه هغه لوڅ لغړپاته شو
کله چې دا خبر نورو ته ورسید هغو تري وپوښتل:
اوس هغه وینا منې ؟
هغه ځواب ورکړ : هو د غلو لپاره
***
یوسړی له یو عالم څخه وپوښتل :
د خیرات دډوډۍ په هکله څه وایي؟
هغه ځواب ورکړ: که ډوډۍ د خلکو دخاطر لپاره وي حلاله ده که خلک د ډوډۍ لپاره کښیني حرامه ده
نان از براى كنج عبادت گرفته اند
صاحبدلان نه كنج عبادت براى نان
د خیرات ډوډۍ د عبادت دکنج لپاره ده
صاحبدلانو نه کنج د عبادت د ډوډۍ لپاره
***
یو فقیه پلار ته ویل: ددی خلکو خوږې خبری پر ما اغیزه نه کوی ځکه خپله خبری يي د کړو سره سمی نه دي
ترك دنيا به مردم آموزند
خويشتن سيم و غلّه اندوزند
عالمى را كه گفت باشد و بس
هر چه گويد نگيرد اندر كس
عالم آن كس بود كه بد نكند
نه بگويد به خلق و خود نكند
عالم كه كامرانى و تن پرورى كند
او خويشتن گمست كه را رهبرى كند
خلکو ته ترک د دنیا ښیي
خپله زر او غلې زیرمه وي
عالم چې ویل نه غواړم او بس
هر څه چې وایې نه یې منی کس
عالم هغه څوک دی چي بد ونه کړی
خلکوته نه وايي او خپله یې هم نه کړی
هغه عالم چې کوی کامراني او تن پروري
هغه خپله ورک دی څوک به کړی څرنګه رهبری
پلار یې ورته ویل:
ای زویه ! د پند ورکونکو د ښوونې مه منکره کیږه او علما په بدو مه یادوه د پاک علم په لټه د علم له ګټې څخه محرومیدل لکه هغه نابینا دی
چې په خټو کې بند پاته شوی وی او نارې وهلي:
-اخیر یو مسلمان دی یو چراغ را وړي.
یوې بدې ښځې دا واوردیده له هغه يې وپوښتل:
ته چې چراغ نه وینې نو په چراغ څه وینې
د واعظ کور د بزاز دوکان دی چې نقدی ورنه کړې مال نه درکوی او دلته چې ارادت رانه وړې سعادت نه وړې
گفت عالم به گوش جان بشنو
ور نماند بگفتنش كردار
باطلست آن چه مدّعى گويد
خفته را خفته كى كند بيدار
مرد بايد كه گيرد اندر گوش
ور نوشته است پند بر ديوار
دعالم پند واروه د زړه په غوږ
که يي څه نه وي په هغه عمل او ګفتار
غلط دی هغه څه چې مدعي وایي
ویده کله ویده کولی شی بیدار
سړی باید پند واوري
که څه هغه لیکلی وي پر دیوار
***