په ايينــــو د نـــرګس ستا د انځـــــور رنګ را درومي
خود به د وخت د ښايستونو تر منځ جنګ را درومي
بلا دې واخـــــــــلم زېرى واخلـــــه د فــــطرت ښاپيرۍ!ۤ
ستا د سندرو په ځونډي بوى د لـــــونګ را درومــي
زاهد دې وپيي تسبې د حـــــــورو شنـــــــــو خالـــــــونـــــه
مونږ ته دا بس دي چې په لوړ غږ دجام كړنګ را درومي
هــــــــر مازديګـــــر زمــــــا د زړه د وينو تږى جــــــــــانان
د خپل قلنګ په غوښتو بې كچې بد رنګ را درومي
په سرو ګوتكيو د جــــــــلان د زړه ټوټې ټولــــــــــې كړه
د روح لاسو ته يې د مرګ د زنځير شرنګ را درومي
سيدجيلاني جلان
وروستي