
ای اختره راشه د خپلې خوشحالی هوسایی او سولې ګرمی وړانګې، د سپینو مرغیو پرښایسته وزرو زمونز د هیواد د شنه آسمان د پاسه د لمر د ګرمو وړانګو سره یو ځای کړه اوبیا یی د پامیر د جګو غرونو پر جګو څوکو ور وغوړوه او بیا دغه ځلاندی وړانګی د هندو کش د غرونو په داغلی زړونو او د بودا د ړنګو مجسمو پر ټټر ور تیری او ان د امو تر سیند ه پوری، او د خدای له پاره د کونړ پر سویوو ځنګلونو یی را تاو کړه د هرات تر ویشتلیو منارو پوری یی ور ورساوه او بیا یی د میرویس او احمد شاه بابا پر څلیو ښه راتاو کړه چی د مینی وړانګی یی نوری ژوری و څلیږی او بیا یی راوله د پکتیا تر جګو غرونو او د دغی سر لوړی ملت بچیانو ته ووایه چی بس دی ټول راځی اختر مو مبارک شه اختر مو مبارک شه.
نجیب الله ببرک زی
دکابل پوهنتون د ژورنالیزم د پوهنځی
د پنځم کال محصل لیکنه ۱۳۹۳