د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د ملا معتصم  اغاجان پیغام:


بسم الله الرحمن الرحیم 

الحمد لله رب العالمین، والصلاة والسلام علی رسوله الأمين محمد و آله واصحابه اجمعين .
« فإن لکل قوم عيداً، وهذا عيدنا » الحديث
ګرانو او درنو هیواد والو ، وروڼو او خویندو !
تر هرڅه وړاندې تاسو ټولو ته د نیکمرغه لوي اختر د رارسیدو له امله مبارکي  وایم .
خدای جل جلاله دي وکړي چې دا مبارکې شپې او ورځې پر ټولو باندې د امن ، سوکالۍ او سلامتۍ په حال کې تیرې سي، او په دغو شپو او ورځو کې تر سره کړي ټول طاعات او عبادات مو د الله په دربار کې قبول او منظور شه .
درنو هیواد والو! غواړم چې یوځل بیا د لوي اختر له دې ښکلي فرصت نه په استفادې سره تاسو قدرمن مخاطب کړم او د هیواد دوروستیو پیښو او سیاسي جریاناتو په اړه  خپل نظر او خواله درسره شریک کړم . 
محترمو هیواد والو !
تاسو پوهېږئ چې زموږ په ګران وطن کې د تپل شوې جګړې د اور سوځوونکو لمبو زموږ د ژوند هره برخه متأثره کړې او د هیواد ټولو پیښو او جریاناتو ته يې جګړه ییز رنګ ورکړی دی، د خدای تعالی له فضل او کرم پرته بل هیڅ لوری نسته چې د مظلومو افغانانو زړونه ورباندې مطمئن اومتسلي شي ، بس هغه خدای جل جلاله ته به خپل مظلومیت عرض کوو او له هغه نه به د ټولو ستونزو اومصیبتونو د حل غوښتنه کوو، خو په دې هکله بايد موږ خپل اسلامي او ملي مسؤليت هم درک کړو، نو په دې وخت کې چې د هیواد ټولو ناخوالو او مشکلاتو ته که وکتل شي فکر کوم چې اساسي لاملونه او اسباب  یې زموږ افغانانو خپل منځی اختلاف او بیلوالی دی، چې افغانان په مختلفو وختونو او ادوارو کې د بېلابيلو وجوهاتو له امله له یو بل سره د وحدت او همږغۍ پرځای په تصادم او تقابل کې اوښتي او پاتې شوي دی ، بله بده خبره دا چې د نورو ولسونو لپاره دغه ډول مشکلات د هغوئ د عبرت او درس اخیستلو لامل ګرځي، خو مو‌‌ږ افغانان هغه که د ټولنیز ژوند په هره سطحه کې قرار لرو لاهم یو له بل سره په مخالفت او مقابله لګیا او بوخت يو، چې دې بې ځایه مقابلو موږ ټول د نړۍ دنورو اولسونو څخه د ژوند په مسیر کې له هرډول  علمي ، اقتصادي او سیاسي مسابقې څخه وروسته پاتي کړي يو.
قدرمنو افغانانو ! نن که زموږ ځیني خپلو نیژدې سيمېيزو هيوادونو اوګاونډیانو ته وګورو هغوئ په ډیر لنډ وخت کې د علم ، تخنیک او ترقي ډیرمهم پړاوونه طی کړل، خو زموږ هیواد سره له دې چې په تاریخي لحاظ د زرګونو کلونو قدامت لري بیاهم د نړۍ او سیمې له وروسته پاتې هیوادونو څخه ګڼل کیږي، چې د دې خوارۍ، ذلالت او مصيبت اصلي لامل هغه بي اتفاقي، کرکه او تعصب دی چې زموږ هیوادوال يې د خپلمنځي رقابتونواو ځان طلبي له امله ښکارشوي او په دې سره یې له ګاونډیانو او نړۍ والو سيالانو سره د سياسي، علمي، اقتصادي او هرراز رقابت وړتیا له لاسه ورکړې ده . 
قدرمنو وروڼو او خويندو ! عجيبه داده چې د هیوادنۍ قضیې ټول اړخونه پردې توافق نظر لري چې جګړه د حل لاره نه ده او باید نوره دا روانه لانجه د تفاهم له لارې حل شي ، خو د دې سره سره بيا هم موږ وينو چې د جګړې ساحه ورځ تربلې پراخیږي او هره ورځ په حد اوسط ډول په لسګونو افغانان وروڼه یو د بل په مقابل کې مړه او ژوبل کیږي .
په دې اړه زه نه پوهېږم چې د روانې  معضلې ښکېلو جنګي لوريو کله هم پردې غور کړی چې که په جګړه سره د یوجانب پر بل باندې غلبه راتللای نو په تیرو څلویښتو کلونو کې به د جګړېيز سیاست حریف لوري یو د بل په له منځه وړلو بريالي او غالب شوي وای .
لکه څرنګه چې له هیواد څخه د شوروي متجاوزینو تر وتلو وروسته مو په هیواد کې کورنۍ جګړه پیل سوه چې قربانیان یې هم افغانان او آزوغه یې هم افغانان وو.د هغه تنظیمي جګړو نتیجه دا شوه کوم حکومت چې مجاهددینو ته د ډيرو قربانيو په پايله کې په لاس ورغلی هغه د داخلي او خپلمنځي جګړو له امله  په بشپړه توګه یو ناکام، بدنام او له هره اړخه د کاره لویدلی حکومت سو .
هغه طبقه افغان ولس چې کلونه يي د شوروي تیري کوونکو په مقابل کې د مجاهدینو ملاتړ کړی و د هغوئ له بریالیتوب وروسته يې ور څخه د بیارغوني، هیواد پالني، ترقۍ او ابادۍ هیله لرله، خو له بده مرغه چې مجاهدينو د خاصي بريا او کاميابۍ پرمهال د خپلمنځي جګړو او اختلافاتو له وجې د خپل حکومت اساس په ویرانۍ، خرابۍ او تباهۍ باندې کښیښود چې په دې سره يي هم خپل جهادي حیثیت بدنامه او هم یې د ولس هیلي په ناهیلۍ بدلي کړې .
ښاغليو افغانانو ! اوس چې خارجي عسکر د افغانستان څخه په بشپړه توګه ووتل، يوازي د امریکا لږشمير عسکر پاتي دي چې دامريکا د راغليو متجاوزو قواوو لس فيصده هم نه جوړوي، مګر له بله طرفه ګورو چې پردې مهال اوس یوځل بیا د جګړو شدت زور واخيست، پکار داوه چې دخارجي ځواکونو په وتلو او شمير کمولو سره د جګرې کچه هم ټيټدلای ځکه چې روانه جګړه د خارجيانو پر ضد او د هغوئ په مقابل کې شروع سوېده نه د افغانانوپه مقابل کې، په همدې ډول متأسفانه موږ هره ورځ  په ولایتونو او سیمو کې د جګړو په ترڅ کې د ډيرو افغانانو وروڼو د مرګ ژوبلې او په لوړه کچه دمتضرر کېدو شاهدان يو، نو که دخيل طرفونه پام ونکړي زه فکر کوم چې خدای مکړه په دې سره به نورهم په افغانستان کې  د بې هدفه جګړې غزولو عوامل ډير سي او هیواد  به مو د دوامداره ورانونکې جګړې کور سي. 
محترمو ! لکه څرنګه چې اوس مهال دلته زموږ په هيواد کښې جګړه  روانه ده او په جګړه  کې و ښکیلو لورو ته مرګ ژوبله حتمي پېښېږي، خو په دې هکله موږ د جنګي اړخونو څخه غوښتنه کوو چې د جنګ او جګړې اصول او مقررات مراعات کړي، تر څو بې دفاع او اولسي وګړي، ملکي تأسيسات، عام المنفعه اماکن او………. هدف و نه ګرځوي چې بدبختانهکله لیدل کیږي چې ښکیل لوري  داسې سیمې په نښه کوي چې د هغوی ټول زیان ملکي خلګو ته رسیږي: د بیلګې په توګه د خارجي ځواکونو لخوا پر بندیخانو او روغتونو بمباري کول چې د دې کار د لنډ مهال راهیسي موږ په کندوز، میدان وردګو اوهلمند ولایتونو کې شاهدان يو چې په لسګونو ناروغان او بندیان  په کي مړه او ژوبل شول ، همدا ډول د نامعلومو وسله والو لخوا په کابل کې پریوي تعلیمي ادارې( افغان امريکایي پوهنتون ) باندې خونړی برید چې د یوشمیر محصلینو او استادانو د مرګ ژوبلې لامل شو.
لکه څنګه چې تعلیمي مؤسسې په ټولیزه توګه که هغه د دیني علومو مربوط وي او که د عصري علومو د هیواد د ترقي او پرمختګ مراکز دي نو باید د جنګ ښکېل لوري او ولس يې په ګډه کلک حفاظت، ساتنه او پالنه وکړي .
که موږ غواړوچې په بشپړه توګه پرځان خود کفاء او مستقل هیواد ولرو نو باید په هیواد کې د علمي او اکاډومیکو مراکزو په ایجادولو کې کوښښ وکړو، ځکه همدا مراکز د هیواد د معنوي او مادي ترقي او پرمختګ لاملونه دي .
علم او پوهه هغه وسيله ده چې هم په شرعي اوهم په دنیوي لحاظ انسان د خپل ژوند په ټولو چاروکې ورته اړتیالري . 
د دې ترڅنګ عام المنفعه تأسیسات د ټول ولس مشترک امانت دی ، باید د جګړې ښکیل لوري یې و خوندیتوب او ساتنې ته ډیره پاملرنه او توجه وکړي .
موږ همداراز د نړیوالې ټولنې او دوستو هيوادونو څخه غوښتنه کوو چې له موږ افغانانو سره  دي په افغانستان کې د تولیدي او صنعتي پروژو په ایجادولو او تمویل کې کوښښ وکړي، نه دلته د نظامي او استخباراتي وسائلو په راوړلو کې، ځکه چې هيواد مو د تيرو جنګونو په پايله کې وران سوی دی، نو اوس افغانان د جنګي الوتکو، شوبلو او جنګي تخریبي وسائلو پر ځای د بیا رغولو تولیدي او صنعتي وسائلو ته ضرورت لري.
او همدا رنګه تعلیمي مراکز، روغتونونه ، سړکونه ، پلونه ، د اوبو بندونه او تولیدي کارخاني مو د ولس د مادي او معنوي ښېرازي او ترقي ضامن او ذرائع دي ، باید ټول افغانان د هغو په ساتنه ، پالنه او رغولو کې مشترک سهم ولري، ځکه همدغه ذرائع  مو په هيواد کې د تولیدي او صنعتي اقتصاد قوه او انرژي را پیدا کوي او د اقتصادي قوې په شتون کې مو په ټولنه  کې د ترقي او پر مختګ روح پیدا کیږي چې په تدریج سره  مو د ژوند په چارو کې ستونزېختموي اوهم مو له خپلو محیطي سیالانو سره د ترقي په صف کي دروي .
محترمو ! همدا راز که موږ د خپلو هيوادوالو د کډوالۍ و بهير ته و ګورو، نو موږ په نورو ملکونو کې هم وينو چې د نړۍ  په ځيني سيمو کې د شته مشکلاتو له وجې د ډیرو هیوادونو کډوال په پردیو هیوادونو کې پناه اخلي او اوسيږي او هلته د ملګرو ملتونو او اړونده هيوادونو د کډوالو د قوانینو او بشري حقونو مطابق چلند ورسره کیږي، خو زموږ له افغان کډوالو سره  په ځيني ملکونو کې له ټولو بشري قوانینو او کډواليو د اصولو خلاف چلند کیږي ، دوی ناحقه ځورول کیږي ، بندیانیږي او په زور له هیوادونو څخه ایستل کیږي، چې پدې اړه موږ  د ملګرو ملتونو د کډوالو ادارې او هم نورو د مهاجرینو د حقونو نړیوالو مؤسساتو ته عرض او پيشنهاد کوو چې زموږ دهيواد له مهاجرينو سره په شته ستونزو کې همکاري وکړي او خپل مسؤليت په دغه هکله درک کړي .
همدا ډول له بله پلوه د افغانستان په قضیه کې دخیل لوري هم له دې پرته چې هیواد والو ته د خپلو اختلافاتو له وجې نور ډير د مهاجرت عوامل برابر کړي، و خپل هیواد ته د مهاجرينو افغانانو د باعزته را ګرځیدلو په اړه کوم منظم  پلان او پروګرام نه لري، نو پر دوئ هم ږغ کوو چې د خپلو هيوادوالو د بيرته راستنېدو لپاره د خپل توان او قدرت مطابق لازم تدابير ونيسي . 
په اخیر کي یو ځل بیا د افغان قضیې ښکیلو لورو ته دا وړانديز کوم ! چې اسلام دوستي او ملت سازي په هرډول فعالیت کې د برترۍ او موفقیت معیار دی ،او  شخص پرستي او ځان طلبي بیا برعکس له ټولو دیني او ملي مصالحو سره په مغایرت کې دی، که څوک غواړي چې د برتري لوړو مراحلو ته ځان ورسوي هغه باید په اسلام پالنه او وطن ساتنه کې مخلص وي ، اسلامي او ملي مصالحو ته وفادار او متعهد وي.
خپل مظلوم او بې چاره اولس ته دا عرض کول غواړم ! چې په خپلو منځونو کې د وحدت او اسلامي ورورولۍ روحیه ټینګه کړئ،  خپل اولادونه پر یووالي او اتفاق وروزئ،  د لوي اختر په څیر په دا ډول دیني فرصتونو کې د دیني شعائرو د احیاء او پر خپل ځان د هغو د عملي کولو کوښښ وکړئ، اغنياء او بډايه خلک خپل د څنګ مسکینان، بې وزله او يتيمان په کومکونو سره خوښ کړئ، په خپلو ټولو کارونو کې پر الله توکل وکړئ او د ټولو مشکلاتو حل هم یواځې له الله تعالی سره دی .
والسلام عليکم ورحمةالله وبرکاته ………….

ورور مو ملااغاجان معتصم د طالبانو د اسلامي تحريک د سياسي شوری پخوانی مشر
۱۳۹۵/۶/۲۱ ھــ ش
۱۴۳۷/۱۲/۹ ھــ ق
۲۰۱۶/۹/۱۱ م