دنېکمرغه لوی اختردرارسېدوپه مناسبت دعاليقدراميرالمؤمنين دمبارکۍ پيغام


بسم الله الرحمن الرحيم
الحمد لله الذی صدق وعده و نصر عبده وأعز جنده و هزم الأحزاب وحده والصلاة والسلام علی قائد المجاهدين وإمام المرسلين صاحب خلق العظيم سيدنا ونبينا محمد وعلی آله وصحبه أجمعين وبعد:
قال الله عز وجل :[ ذَلِكَ وَمَن يُعَظِّمْ شَعَائِرَ اللَّهِ فَإِنَّهَا مِن تَقْوَى الْقُلُوبِ{32} لَكُمْ فِيهَا مَنَافِعُ إِلَى أَجَلٍ مُّسَمًّى ثُمَّ مَحِلُّهَا إِلَى الْبَيْتِ الْعَتِيقِ{33}] سورة الحج
 دافغانستان مجاهد ولس، دشهيدانو پتمنو کورنيو، ددښمن په لاس کې اسيرانو، اتلو مجاهدينو او په مجموع کې داسلامي امت ټولو مؤمنو پرګنو ته دلوي اختر د را رسيدو له امله مبارکۍ وايم، الله تعالی دې دغه نیکمرغه ديني ورځې پر ټول اسلامي امت دتل لپاره دخپلواکي او سرلوړي په فضا کې په خوښۍ، سوکالۍ او کامیابۍ سره راولي، الله تعالی دې دحجاجو کرامو حجونه، عبادات او دعاګانې په خپل دربار کې قبولي او د دوﺉ دغه ديني اجتماع دي دټول امت ديو والی سبب وګرځوي.
غواړم دقربانۍ داختر د مبارکۍ په ترڅ کې، دروانو حالاتو له تقاضا سره سم دځينو اړينو خبرو يادونه هم وکړم:
۱ـ مسلمان مجاهد ولس ته :
تر ټولو د مخه زه د خپل مسلمان ولس نه مننه کوم، چي د اسلامي امارت غوښتنی ته يې لبيک ووايه او د ټول ټاکنو په نامه په امريکايي پروسه کې يې په نه ګډون سره دغه امريکايي ډرامه ناکامه او رسوا کړه، زه کلک باور لرم چې که دمجاهد ولس دغه راز هر اړخیزې اوپه اخلاص بنا مرستې دوام ولري، لوی خدای (جل جلاله) به داسلام او زمونږ دخاورې ددښمنانو ټولې دسیسې يو په بل پسې رسوا اوشنډې کړي، ستاسو دبېدریغه قربانيو اوسرښندنو له برکته الله تعالی مغرور دښمن له سختې ماتې، وار خطایي اورسوایي سره مخامخ کړی،هیله ده نورهم خپل اسلامي ارمان ته درسيدلو لپاره خپل برحق جهاد اومبارزې ته ادامه ورکړﺉ، د‌‌حق دلارې دسرښندونکو مجاهدينو مرسته وکړﺉ؛ په خپلو مالونو اوځانونو سره دهغوﺉ لیکې پیاوړې کړﺉ اوپه خاص ډول دحق په لاره کې دمبارکو شهيدانو او اسيرانو دکورنيو حوصله افزایي، اوپالنه وکړئ!، همدا راز دخپل شرعي مکلفیت له مخې دکابل له اجيرې ادارې سره د هر ډول تعلق او رابطې مقاطعه وکړﺉ!
 هغه چاچې زموږهيواد اشغال کړی اوزموږ اولس يې يرغمل کړی، اوس غواړي چې د مذاکراتو تيرايستونکې تبلیغاتي ډرامه هم لکه دانتخاباتو د ډرامې په څير دخپلو استعماري موخو د ترلاسه کولو لپاره تر يو وخته استعمال کړي، اشغالګر دښمن داسې مذاکرات نه کوي چې په ترڅ کې افغانستان خپلواک اوددوﺉ يرغل پای ته ورسیږي، بلکې هغوﺉ د داسې مذاکراتو غوښتونکي دي چې خپل ناولي استعمار او اشغال ته دوام وروبښي، خو د افغانستان مجاهد ولس به هيڅ کله داسې مذاکرات چې هغه زموږ په ګران هيواد کې د يرغلګرو عسکري شتون قانوني او دوامدار کوي، ونه غواړي، افغانستان زموږ کوردي، د خپل کور په ملکيت کې څوک له چاسره داسي مذاکرات نه کوي، چې د خپل کور په حاکمیت اواداره کولو کې ورته برخه ورکړي اوخپل ځان په خپل کور کې بې کوره، بې واکه اوغلام کړي. بهرنیانو دافغانانو کور او ټاټوبی په زور او ظلم لاندې کړی، که هغوﺉ دمسئلې حل غواړي، نو لومړی دي دافغانستان اشغال پای ته ورسوي.
 يرغلګر امریکایان اصلا دم‍ذاکراتو په بهانه هغوﺉ ته دمجاهدينو تسليمي غواړي او د دې کار شونتیا له امکانه وتلې خبره ده.
زموږ ولس دخپلمنځي مشکلاتو دحلولو اوله نړيوالو سره دښه تعامل ښې تجربي او روښانه اصول لري، لهذ داسلامي امارت دریځ په اسلامي او ملي ګټو ولاړ اوپه قوي دلایلو بنا دﺉ .
۲ - دسنګر قهرمانو او غيرتمنو مجاهدينوته :
 په يرغلګرو کفري لښکرو باندې ستاسو غلبه او کاميابي دالهي نصرت محصول دی؛ که تاسي ددي الهي پيرزويني په مقابل کې، د الله تبارک وتعالي رضا او د ولس خدمت خپل نصب العين وګرځوئ، الهي پيرزويني به نوري هم پر تاسو زياتي شي؛ ددښمن پښي به درته وښويږي او ددې پيړۍ ستر استعماري ځواک د راپرځولو وياړ به درپه برخه شي، لکه چې همداسې بریښي هم ان شاء الله تعالی...
پر خپلو ځانونو الهي اواِمر په بشپړه توګه عملي؛ په خپلو لیکوکې لا زيات اتفاق او يوالی غوره اوله هرډول تفرق او اختلاف څخه ځان وساتئ!
 په ټولو جهادي امورو کې دخپلو مسؤلينو اطاعت وکړﺉ، دخپلو پوځي عملياتو پرمهال دولسي خلګو او ملي شتمنيو دساتني ډيرخيال وساتئ، په خاص ډول داستشهادي (فدايي) عملياتو په ترسره کولوکې ټول ترکيز ديرغلګرو او دهغوى داجيرانو په له مينځه وړلو اومهمو اهدافو وکړئ، دعامو خلکو له مرګ ژوبلی څخه ځان ساتل دهرمومن شرعي مسئوليت دى.
ځکه دعامو خلګو مرګ ژوبله هيڅ شرعي توجيه نلري او نه هم زموږ په سپيڅلي دين کې دداسي څه کولو ګنجايش شته.
 مکار دښمن غواړي چې دمجاهدينو د بدنامولو لپاره دولسي خلګو په تجمع ګانو (ديني مراکزو، مساجدو اوورته ځايونو کې) دمجاهدينو دبدنامولو لپاره داستشهادي عملياتو په نوم خونړي بريدونه ترسره کړي، نو مجاهدين بايد ددښمن دې عمل ته هم بيدار اووسي اوله مشابه عمل نه ځان په کلکه وساتي...
تاسو بايد ترهرڅه له مخه دالله تعالی رضااودخپل ځوريدلي ولس هوساينه اوسوکالی په پام کې ولرﺉ، د ولس په منځ کې دولسي مشرانو اومخورو ډير درناوی، او په کشرانو شفقت وکړﺉ، په ټولنیزو چاروکې هر حقدار ته دحق په رسولو کې رښتني عدالت مراعات او د خپلو جهادي چارو دلاښه پرمختګ لپاره داسلامي امارت لایحی اواصول په ښه توګه عملي کړﺉ.
 په پوځي عملياتو اونورو ټولو جهادي امورو کې دممکنه اختلاف، شکايتونو اوتلفاتو د مخنيوي په منظور له تجربو، مشورو اوقوي تدابيرو څخه کار اخلئ .
همدارنګه دخپلو ځانونو په ساتنه او حفاظت کې جدي احتياط او کوښښ کوﺉ! که دمخالف لوری کوم تن در ته تسليمیږی لکه چی هم دا اوس دغه لړی روانه ده دهغوی دحقوقو احترام کوی . 
لکه څرنگه چې کمونستانودخپل شکست په مهال دقومي ملیشو په نامه دخپلمنځی شخړو،تعصب اوقومي اختلافاتودراپارولواو دهغوﺉ په وسیله له مجاهد ولس څخه دانتقام اخستلو په خاطر قومي کنډکونه اوخپل سري وسلوال گروپونه تشکیل کړل اوس ماتي خوړلي امریکايان اودهغوﺉ ملگری هم غواړي چې دخپل شکست په در شل کې يو ځل بيا هغه نا کامه تجربه تکرار کړي؛زه باورلرم چي ددښمن دغه وروستۍ هڅه به هم ددوی دلا زياتي بدنامۍ او شکست سبب وګرځی خو تاسوهم بايدډير زيات کوښښ وکړﺉ چې دخپل مجاهد ولس په مرسته ددښمن دغه وروستۍ دسیسه هم ورناکامه کړﺉ اوڅوک چې دداډول فتنو سرپرستي کوي هغوﺉ ته  داسې سزا ور کړﺉ چې دنورو دپاره عبرت اودوحشی ملیشو تور اوبدنام تاریخ بيا تکرار نشي .
۳ - د کابل د  مزدوري ادارې چارواکو او کارکوونکوته:
 دکافرو يرغلګرو دغلامۍ اوچوپړ په لاره کې نور دخپل مسلمان اوځوريدلي ولس له ځورولو اوټکولو څخه لاس واخلئ! اجنبي متجاوزين په هیڅ صورت دافغان ولس دخير اوښیګڼې غوښتونکي نه دي، هغوﺉ اصلا دافغانستان اوددې ولس دعقيدې او مقدساتو دله منځه وړلو هوډ کړی؛ زموږ دهيواد دټولو مادي شتمنيو دهضمولو اراده يې کړې.
 دهغوﺉ له لوري دافغانستان دابادۍ او بيارغونې پوچ شعارونه هغه څه دي چې يواځې خپلو ناروا اهدافو ته درسيدلو لپاره يې کاروي اوتر همدې عنوان لاندي په زرګونو ميليونه ډالره هغه مرستې چې دافغانستان دبيارغونې په نوم يې راټولې کړې بيرته په خپلو جيبونو کې اچولې او غواړي زموږ هيواد د يوه سنجول شوی سازش (توطيې) له مخي د تل لپاره د سود اوملا ماتونکي پور په لومه کي را ښکيل کړي.
هغوي زموږ د غيور ولس د غلام کولو پوره تابيا کړي ده، زه د پخوا په څير او د خپل مسئوليت له مخي په تاسي ټولو غږکوم:
چي نور د ذلت ژوند پريږدئ! د خپل ولس سره ددښمني نه لاس واخلئ! او ددې بي ننګيو پرځای له مجاهدينو سره د وياړ، شرف او ايمان په سنګرو کي ودريږئ!
 دښمن غواړي چي ستاسي په اوږه ټوپک کښيږدي او ستاسي هيوادوال ووژني، خو تاسو کوشش وکړﺉ او له وخت نه په استفادې سره خپل ځان دانګریز پلوه شاه شجاع، روس پلوه تره کي، امين، کارمل، نجیب او دهغوي دپيروانو له شرميدونکې برخلیک څخه وژغورﺉ.
که تاسو په اخلاص سره دباطل لاره پریږدئ، نو دا به مو ددنيا او اخرت دکاميابۍ زریعه وګرځی .
تاسو نور بايد دا خبره درک کړﺉ چې د غربي استعماري ځواک طلسم مات او په ګران هيواد کې عيني واقعيتونه دا راښيي چي يرغلګر نور مخ په تښتيدو دي، د حق قافله په متينو قدمونو د بري منطقي انجام ته رسيدونکې ده، اتل مجاهدين د وخت په تيريدو سره نورهم غښتلي کيږي او په پوځي، سياسي، مطبوعاتي اوټولنيزو برخو کې کاري تجربې ترلاسه کوي او دهغوﺉ په مقابل کې ديرغلګرو او دهغوﺉ دمزدورانو وارخطا هڅې د جهادي خوځښت د توپاني سيند مخي ته د شګې د بند اچولو معنا لري، خو دغيرتي ولس له مقاومت څخه  را ټوکيدلې څپې به هرو مرو دمغرورو يرغلګر د غرور کپرې لاهو کوي. ان شاء الله تعالی..
۴ - اسلامي کنفرانس اوپه اصطلاح دبشري حقوقو نړيوالو سازمانونو ته:
زه د اسلامي کنفرانس له موسسې او په نړۍ کې د بشري حقوقو ترعنوان لاندي ټولو سازمانونو نه غوښتنه کوم: چي په افغانستان کې د امريکا او ائتلافي يرغلګرو قواوو له خوا د ملکي خلکو د وژنې د مخنيوي لپاره سملاسي لاس په کار شي.
او ددي جنايت عاملينو ته دي دسزا ورکولو ژغ پورته کړي، همدا راز د امريکا په مشری يرغلګرو ځواکونو او د کابل لاس پوڅې ادارې تربيلا بيلو نومونو لاندي دهيواد په ګوټ - ګوټ کې دټولو بين المللی اصولو خلاف زندانونه جوړ کړي دي، چي هلته زمونږ زيات شمير بيګناه او بيوزله هيوادوال په وحشيانه توګه شکنجه کيږي، بايد ددغو وحشيانه اعمالو د مخنيوي لپاره د بشري حقوقو ټول دعوه لرونکي سازمانونه د خپل مسئوليت له مخي عاجل اقدامات و کړي، زموږ ډير بنديان په بندي خانو کي دناوړه سلوک اوشکنجو له امله شهيدان او معيوب شوي دي.
که چيرې دبشری حقوقو سازمانونه د امريکې او د غرب د خوشحالي لپاره خپل مسئوليت نه ادا کوي، نو د بشري حقوقو د ساتنې عنوانونه بايد اخلاقاً له ځانه ليري کړی..
۵ – پوهانو، ليکوالانو اواديبانوته:
د خپلواکو پوهانو، استادانو او سياستوالو نه مې هيله داده، چې په هره ناسته او غونډه کې دخپل  مظلوم ولس برحقه داعيه راپورته او ملا تړيې وکړي، په خپلو لیکنو او ويناوو کې دي په افغانستان کې دموجودو واقعیتونو په هکله دهيوادوالو اونړيوالو ذهنونه تنويرکړﺉ او دخدای ورکړي استعداد حق دې په لساني اوقلمي جهاد سره اداکړي.
په درنو ليکوالانو او ژورنالستانو غږکوم: چي زموږ د تاريخ په دې قاطع دور کې (چې پرخاوره مو بربنډ تيرى شوى) خپل نقش ولوبوي او د اسلامي هيواد د خپلواکي او د رښتيني اسلامي نظام په ملاتړ کې په پرله پسې توګه مطبوعاتي هلې ځلې ترسره کړي، په ټولو رسنيو کي دخپل مسؤلیت له مخی واقعی حقایق دخلکو غوږونو ته ورسوی، په ايماني قوت او ميړاني سره دحق ویلو اوحق ښکاره کولو مبارزه وکړی.
همدا راز زه د دردمنو او با احساسه شاعرانو نه غوښتنه کوم چې پخپلو اشعارو، او ادبي ليکنو کې دي د يرغلګرو په وړاندې دمجاهدينو دجهاد حماسې او کارنامې محفوظي او په ولس کې دي دخپلواکي، غيرت، ملی يووالی او اسلامي خوځښت جذبه ژوندۍ او لا غښتلې وساتي.  
۶ - دسيمی اوګاونديو هيوادونو ته:
 د غرب داستعماري پراختيا غوښتني کرغيړن پلانونه چي په سيمه کي روان دي او داقتصادي مرستو په نامه يې دپیژندل شوو اجرتي قاتلانو او کرغیړنو کمپنيو پټو او ښکاره توطيو اوحربو ته لار هواره کړي او دسيمې د ولسونو تر منځ يې دکرکې، توپير اوتربګنيو بازار تود کړی، دا په حقیقت کې د بشري ارزښتونو، عدالت، سولي او دهيوادونو تر منځ دمتقابلو اصولی اړیکو او خپلواکي په خلاف عمل دى؛ که دسيمي هيوادونه دامریکا استعماری لاسوهنو او په سيمه کې پراخ پوځي حضورته لاس تر زنی کښينی نو د ابد دپاره به ټوله سيمه بی ثباته او له پرمختګ نه ورسته پاته اوبی واکه شي..
موږ په باور سره ویلای شو چې دالله تعالی په نصرت او د مجاهدينو د قوی عزم او پياوړی مقاومت له برکته د دښمن زور اوبه شوی، رعب يې ختم شوی اوشوم پلانونه يې خنثی شوی اوس نو بايد تاسو زموږ دمظلوم ولس دقربانيو دقدر داني په ترسره کولو له اشغالګرونه زموږ دهيواد په ازادی کې مرسته وکړی، اسلامی امارت غواړي چی د متقابل احترام په صورت کې له ټولو هيوادونو سره  ددوه اړخيزي همکارۍ، اقتصادي پرمختګ اوښی راتلونکی په اړه رغنده ګامونه واخلی، موږ د استعمار په مقابل کې ټولي سيمې ته د يوه کور په سترګه ګورو، او غواړو چې په راتلونکي کې د سېمي په سوله او ثبات کې د يوه مسئول او ذمه وار ځواک په توګه خپل رول ادا کړو..
۷- دسپينې ماڼۍ چاراواکو اوجګړه پلوو امريکايانو ته:
 د افغانستان موجوده عيني واقعیتونو ته په کتلو سره په دې هيواد کې دامریکایي اونورو ایتلافي يرغلګرو انجام له مطلق شکست او ماتې سره مخامخ دی؛ داسې ماتې چې نه يې دنورو اضافي ځواکونو په رالیږلو سره تلافي کيدای شي اونه يې دمسلسلو نامعقولو استراتیژيو په غوره کولو سره .
تاسو بايد نور په دي خبره ښه ځان پوه کړئ، چې دجبر اوزور منطق اوس خپل رنګ بایللی اوتاسو نشي کولای چې افغان میړنی اولس دخپل مادي اوپوځي زور او ياهم دچل او فريب په شیطاني منتر ایل کړﺉ .
تاسو چې له کوم اولس سره د مقابلې لاره غوره کړې، هغوﺉ په نړۍ کې دمستکبرو امپراتوريو دراچپه کوونکو وياړ، ښه مهارت او تاریخي تجربه لري زمونږ مؤمن ولس به غربي استعمار پري نږدي چي زمونږ هيواد دي زمونږ د خپلواکي، حياتي ارزښتونو او دسيمي د هيوادونو په خلاف د تجاوز کارانه سازشونو په اډه بدل کړي.
 دا هماغه ولس دی، چې تر تاسو له مخې يې انګلیسي اوروسي امپراتورۍ دنړۍ له نقشې حذف کړې وی، له هغو تجربونه په استفادې سره اوس په خورا حوصله او لوړ مورال ستاسو دمورال بایلليو اوماتې خوړليو پوځيانو په مقابل کې دجهاد اوعزت په سنګرو کې قرار لري، هغوﺉ دخپل ايمان اوعقيدې له مخې په دې مقابله کې ستاسو په شکست اوخپل بريالیتوب باور لري، تاسو ته په کار ده چې نور دبې ځایه اوبې فايدې زور ازموينې په ځای دمنطقي تعامل لاره غوره، او د افغانستان د اشغال ستونزې ته دپای ټکی کیږدﺉ اوښه پوه شئ!
چي ستاسي جنګي او جارحانه سياست به ستاسي ولس ته په ټوله نړﺉ کې دښمنان دومره زيات کړي، چي بالاخره به دا پراخه نړۍ درته تنګه اوژوند به مو تریخ وي، ځکه چې دزور او استبداد پالیسي اوس هیچاته هم دزغملواومنلووړنه ده.
۸ - داروپا اوپه عامه توګه دغرب ازادي پلوه ولسونو ته :
 ستاسي استعمارګرو چارواکو د يو څو پانګوالو بډايانو د شتمنيو د لا زياتولو لپاره د تروريزم ترپلمې لاندي زموږ په هيواد يرغل کړى او نوي استعماري جال يې خور کړى دى.
زموږ ځوانان، سپين ږيري، ښځې او ماشومان ستاسې په بمونو او توپونو هره ورځ شهيدانيږي، يرغلګران د شپې زمونږ د ولس په کورونو بريدونه کوي او په ړندو بمباريو زموږ شنه باغونه، ملی شتمنۍ، تعليمي او تجارتی مرکزونه له منځه وړي، ددي ظلم او تيرى مقابله او ددې څخه دفاع زمونږ مشروع اوملي حق دي.
موږ به په خپلو ټولو امکاناتو او سرښندنو سره خپل ټول حق استعمالوو.
 تاسي د خپلو استعمارګرو چارواکو په هغو خبرو تير نه وزئ، چي خپل تيري ته د مجبوري جنګ وايي، بلکې دغه يو استعماري جنګ دي، په اصطلاح له تروريزم سره دمبارزې پلمه ستاسي د چارواکو په لاس کې يوه درواغجنه وسله او وسيله ده چې د هغې پر بنسټ ستاسي په سترګو کې خاوري اچوي، ددي ظلم د مخنيوي لپاره غږ پورته کول ستاسي د ضمير غوښتنه او اخلاقي دنده ده.
مونږ په خپل هيواد کې د يوه داسي اسلامي نظام غوښتونکي يو، چي د هغه په رڼاکې ددې ملت د ټولو افرادو که نارينه وي که ښځينه،  حقوق خوندي وي، يو داسي نظام چې پخپلو پښو ولاړ، د خپلې ارادې خاوند او کورني او بهرني تګلاري يې  نه بل ته ضرر رسوونکې او نه په ځان باندي د بل ضرر منونکې  شرعي قاعدې باندې ولاړې وي .
د تروريزم سره مقابله نا موجه مفهوم د پنتاګون او واشنګنټن له لوري جوړه شوې استعماري اصطلاح ده، چي غواړي ددي اصطلاح په استعمال سره خپلواک هيوادونه مستعمره وګرځوي، د هغوي طبيعي شتمني او اقتصادي منابع تر خپلي خيټې لاندي کړي، د هغوي اعتقادات او مذهبي روايات پايماله کړي  .
۹- ټول اسلامي امت ته:
 دنړۍ په ګوټ- ګوټ کې ټولو مسلمانو وروڼو ته داسلام دستر خلیفه حضرت عمر فاروق رضی الله عنه ددغه قول په ور يادولو سره چې:...
 ”نحن قوم أعزنا الله بالإسلام فإن ابتغينا العزة في غيره أذلنا الله.”
ژباړه (موږ هغه قوم يو چې الله په اسلام سره عزتمند کړي يو، که موږ په بله لاره کې دعزت لټون وکړو، نو الله به موږ خوار او ذليل کړي)..
هغوﺉ ټولو ته ددې توصیه کوم، چې دخپل تير عظمت او برم د ترلاسه کولو لپاره داسلام د سپیڅليو احکامو عملي کولو ته پوره پاملرنه وکړئ، دنړۍ په هر ګوټ کې دخپلو مظلومو مسلمانو ورڼو مرسته وکړئ، له ظالمو متجاوزينو سره دجهاد اومقابلې په ميدان کې له درایت، پوهې اوحکمت څخه کارواخلئ.
په تيره دجهادي حرکتونو (غورځنګونو) مسؤلين بايد دخپلو جهادي چارو په پرمخ بيولو کې له ډير غورنه کار واخلي، خپل صفونه له تفرق اوځانځاني څخه وساتي او د دښمن ټولو هغو توطيو ته متوجه اووسي، چې دمسلمانانو دبدنامولو لپاره یی په کار اچوي.
 دداسې کارونو په ټينګه مخنيوی وکړي، چې اسلام او مسلمانانو ته يې دګټې په ځای تاوان ډير رسیږي، دمقابلې په ډګر کې خپلې ټولې هلې ځلې يواځې ديرغلګرغاصب دښمن په ټکولو متمرکزې کړﺉ په بي هدفه کارونو ځانونه مه مصروفوئ، اوخپله ټوله توجه تر ټولو اهم هدف ته واړوئ!.
 دټولې نړۍ مسلمانان بايد په افغانستان، عراق، فلسطين اونورو ځايو کې د اسلام او اسلامي امت مدافعين- مجاهدين په خاصو دعاګانو کې ياد کړي، دهغوﺉ اسلامي اواخلاقي ننګه وکړي او دهغوﺉ له قضيې څخه دي د يوې برحقې اسلامي قضيې په توګه دفاع وکړي، څرنګه چې امريکا اوپلويان يې دټولي اسلامي نړۍ دبې ثباته کولو ښکاره اومرموزې هلې ځلې کوي او دخپلو استعماري فرمايشونو دپوره کولو لپاره په اسلامي هيوادونو کې د اختلاف اور ته لمن وهی، نو هر مسلمان بايد خپل اصلي دښمن وپيژني، او د دښمنانو دسيسو ته يې هوښيار اووسي..
او په اخير کې خپلو ټولو مسلمانانو وروڼو ته د الله تعالی دغه قول ديوه نیکمرغه توصيې په توګه وريادوم چې فرمايې :
 {أَمْ حَسِبْتُمْ أَن تَدْخُلُواْ الْجَنَّةَ وَلَمَّا يَأْتِكُم مَّثَلُ الَّذِينَ خَلَوْاْ مِن قَبْلِكُم مَّسَّتْهُمُ الْبَأْسَاء وَالضَّرَّاء وَزُلْزِلُواْ حَتَّى يَقُولَ الرَّسُولُ وَالَّذِينَ آمَنُواْ مَعَهُ مَتَى نَصْرُ اللّهِ أَلا إِنَّ نَصْرَ اللّهِ قَرِيبٌ }البقرة214
 ژباړه: ايا داسې مو ګڼلې چې جنت ته به له هغه مخکې داخل شئ چې لا د ړومبنيو تير شويو خلګوغوندې حالت نه وي درباندې راغلی، هغوﺉ ته کړاوونه او رنځونه رسيدلي وو او آن دومره لړزول شوی وو چې هماغه رسول او ورسره مؤمنانو به ویل: دالله تعالی مرسته به کله وي؟
(الله وويل) خبراوسئ دخدای مرسته نژدې ده.
والسلام
داسلام خادم اميرالمؤمنين  ملامحمد عمر مجاهد