
وری يو بوټي ته ولاړ و، ژر ژر يې پاڼې ترې خوړې، چې د څه شي د پښو څپا يې واوريده، غوږونه يې څک کړل، سترګې يې مخامخ تورو ګڼو بوټو ته ورواوښتې، د بوټو خوځيدا يې تر سترګو شوه، د بوټو په منځ کې هغه شی داسې ښکاريدو، چې د ده په خوا راروان دی، وويريدو، ويښته يې پرې نيغ ودريدل، يوه تيزه منډه يې واخيسته، داسې منډه چې د ځان په څېر ډبرې يې له ځان سره رغړولې، ده په ټول ژوند هم داسې منډه نه وه کړې.
ناڅاپه په غوجلې ورننوت، خر نيغ ودريد، غوږونه يې بلک کړل، وربوز يې وخوځاوه، زړه يې ودربيدو، په نېولې ساه يې وويل:
ــ څه پيښه ده، سترګې دې رډې راختلي، ما کې دې زره وچوله. . . .
وري په داسې حال کې چې زړه يې ډوبۍ وهلې، وويل:
ــ ليوه و، ليوه، نزدې و چې خوړلی يې وم. . .
خره د پوزې شليدلي سوري سره وخورول:
ــ ماوې چې دا څه شوي، ته خو د خوړلو شی يې، که انسان دې وخوري او که ليوه، ليوه بيا درته په دې ښه دی، چې څرمن خو درنه نه کاږي، ايشوي او کبابوي خو دي نه. . .
د وري د زړه درزا يو څه کمه شوه، په سړه ساه يې وويل:
ــ په رښتيا چې ( خر ) يې! د ستا کار يوازې د بار وړل دي، دا رښتيا ده، چې نه حلالېږې او نه کبابېږي؛ خو ليوه ته زه او ته يو شان يو، له ما نه تاته ډېر خوشالېږي. . . .
خره له دې خبرې سره وخندل، دوه ... يې ووتل، خوله يې دومره وازه شوه، چې په شنو لړل شوې داړې يې وبرېښېدې:
ــ په همدې زړه ته ډاډ ورکوه!
وري ورته وويل:
ــ مه خانده، تيزو، ته خو د ابوجهل نه هم ډېر جاهل يې . . .
خره شا راوګرځوله:
ــ که نوره دې بې ادبي وکړه، په دې خوله دې په لغته وهم. . .
وري ورته وويل:
ــ ګوره خره! خو ته ښه ونه غږېدې، په دې خو پوهېږې، چې مرګ حتمي دی
خره سر وخوځاوه
ــ زه اوته دواړه د انسان د ګټې لپاره پيدا شوي يو، زما که څرمنه اوړي، حلالېږم او که کبابېږم، خېر مې انسان ته له تانه ډېر رسېږي، ته يوازې بار راوړې، نور وخورې، وڅښې اوپرشينې وکړې، چې کله مړ شې غوښې دي سپي، کارغان او ټپوسان وخوري؛ خو زما غوښه انسان په مينه خوري، څرمنه او وړۍ مې فرش، لباس او. . . شي، چې انسانان ورته ډېر د قدر په سترګه ګوري، زه نه غواړم، چې ليوه مې وخوري؛ ځکه که ليوه مې وخوري، نه مې نوم پاتې کېږي، نه نښان؛ خو انسان ته مې هر څه وربښلي، ځکه چې زه د انسان له خوړلو سره نه مرم، له مرګه وروسته مې انسان ډېر قدر او احترام کوي.
پوی شوې خره، کنه!
وري چې خره ته وکتل، سر يې ځنګيده؛ ځکه چې په درانه خوب ويده و.
پای