چې نور امن شي نو ښه دی

 
خدایه تاته مې دا سوال دی چې نور امن شي نو ښه دی
پښتنو ته جوړ جنجال دی چې نور امن شي نو ښه دی

عمــــــر تیر شو عمــــــــــر راغـــی چې بمونه راوریږي
نه یوه ورځ ده نه یوکال دی چې نور امن شي نو ښه دی

نورې مېندې بورې نشي نورې ښځې کونډې نشي
دا مې فکر دا مې خیال دی چې نور امن شي نو ښه دی

نه د کوره څوک وتی شي نه اوس خپل کورله څوک تلای شي
دا څه ژوند دی او څه وال دی چې نور امن شي نو ښه دی

چا قیامت لیدلای نه دی خو زمونږ وطن ته ګوره
خو بس همدغه ي مثال دی چې نور امن شي نو ښه دی

په جنګونو کې تاوان دی عزتونه په کې لوټ شي
اود هر پښتون اوتره خیال دی چې نور امن شي نو ښه دی
 
شفق شینواری