غزل

حالات به خپل کړم په هنر هنر به غره مات کړم
تور کاڼي لولم چې غرور دې د نظر مات کړم

تا  که خبرو کې اوبه د ګوړو ګډې نکړې
زه به پخپلو پرهارونو کې خنجر مات کړم

اوس خو ماشوم یم ته دعا کوه که وخت مې یارشو
په دې چاچیو به  د لوړو زورور مات کړم

بیا به ځوانۍ ته لمبه ورکړم د نکریزو بوی کې
چې روژداره نیت د لونګو په اختر مات کړم

دغه ساده جلان په دې خبرو کلک ولاړ چې
یا به جانان د مټ ځونډی کړم یا به سر مات کړم.

                       جلان