د مرګ زړي
له تروږمیو تر تروږمیو، له سپوږمیو تر سپوږمیو
مرګ مې ولید،
چټه ږیره یې وه وهلې
زنګیدله یې لاس کې توره
د هر ستوري شاته ودرید
هر پیرونی یې زندۍ کړ
شاته یې پروت یو پنډوکی و، منځ کې شنه د مرګي زړي...!
،،،
له ماښامه تر ماښامه، له سهاره تر سهاره
مرګ مې ولید،
اوبه خور و د سرو وینو
د زوړ کلي کروندو کې
په غزل، غزل کوڅو کې
په محشر، محشر لیمو کې
هه مې ولید چې لګیا دی، ښځوي د مرګي زړي...!
،،،
له سپرلیو تر سپرلیو، له خزانه تر خزانه
مرګ مې ولید،
کپچه مار دی، منجیله دی
د ګودر تر سپينو تیږو
د چینو تر رڼو شګو
څاڅکي، څاڅکي زهر را پریږدي
سویلۍ، ښاپیرۍ وژني
د اوبو پر ځای ترې څاڅي،
را بهیږي وینې زهر، ور شیندي د مرګي زړي...!
،،،
له ګلونو تر ګلونو، له رنګونو تر رنګونو
مرګ مې ولید،
چې لرونه په لاس ګرځي
د هر ګل د غړۍ شاته
د غوټيو جرړئ باسي
را ریبي ترې
د ماشومو را شنو شویو بزغلیو،
د موسکا فصل، خپروي د مرګي زړي...!
،،،
له کلونو تر کلونو، له فصلونو تر فصلونو
مرګ مې ولید،
لویه ږیره د تسبو امیل یې لاس کې
د مزدک سپینو، سپیڅلو محرابو کې،
نننباسي د مرګ زړي
پی را سپړي خوګلنونه
سوځوې زما د ګروهې،
باور پاڼې حدیثونه، پنځوي د مرګي زړي...!
سید منتظر شاه هاشمي
کابل - ۱۳۹۵-۰۶-۱۱
وروستي