د ملي وحدت حکومت ورستۍ میاشت

 
ولسمشرۍ ماڼۍ او اجرایوي ریاست د خپلمنځي جوړجاړي خبره کوي، خو لا هم ددغه جوړجاړي د څرنګوالي په تړاو کره معلومات نشته. د ولسمشر او اجرایوي ریاست اختلافات او ظاهري جوړجاړی دواړه د ولس له غبرګونونو سره مله دي. خلک نه یوازې د دوی پر اختلاف نیوکه کوي، بلکې له جوړجاړي سره یې هم ستونزه لري، ځکه په دواړو چارو کې د افغانستان اساسي قانون تر پښو لاندې کیږي.
د خلکو ستونزه یوازې له دې سره نه ده چې ولسمشر او اجرایوي ریاست اختلاف لري، بلکې د خلکو ستونزه د حکومت له ډول سره ده چې د افغانستان د اساسي قانون، ملي ګټو، ارزښتونو، تاریخ او فرهنګ خلاف دی. خلک له دې امله نیوکه کوي چې د حکومتولۍ دا ډول په طبیعي ډول د افغانستان او افغانانو پر زیان دی او دوام یې موږ له لا زیات بحران سره مخ کوي. نو د ولسمشر او اجرایوي رییس پر جوړجاړي او د جوړجاړي پر اعلانونو ستونزه نه حل کیږي، بلکې ستونزه همغسې پر ځای پاتې ده.
د ملي وحدت د حکومت وروستۍ میاشت ده. د هغه توافق پر اساس چې د جان کیري په فشار د ولسمشر او اجرایوي رییس ترمنځ وشو، ددغه حکومت وخت د روانې میاشتې په وروستیو کې پای ته رسیږي. که څه هم دغه حکومت له وړاندې حقوقي مشروعیت نه درلود، خو له دې سره سیاسي، حقوقي او هر ډول مشروعیت له منځه ځي. که د افغانستان خلکو د ملي وحدت حکومت د یو مجبوریت پر اساس منلی و، اوس نه هغه مجبوریت هم له منځه ځي او که خلکو له دوی د ښو تمه درلوده، اوس نو هغه تمه هم ختمه شوې ده. له همدې امله خلک د ستونزې بنسټیز حل کوي او هغه دا نه دی چې د ملي وحدت مشران سره جوړ شي او همداسې څوکۍ پر خپلو بې کفایته او فاسدو پلویانو وویشي.
د افغانستان د خلکو غږ جدي دی او د ملي وحدت د حکومت پای ته رسیدل هم جدي بحث دی. دا کومه ساده او اسانه خبره نه ده چې همداسې تېره شي. دا سمه ده، هغوی چې د ملي وحدت حکومت یې جوړ کړ، له بده مرغه د اپوزسیون په نامه یې ډلې هم جوړې کړې دي او دا تش په نوم اپوزسیون هم د جان کیري سترګو ته ګوري، خو د افغانستان د خلکو غږ او غبرګون جدي دی. د ملي وحدت د حکومت وخت پوره دی او ددغه حکومت د کار دوام د زغم وړ نه دی، ځکه چې د افغانستان خلکو ته یې له نا امنۍ، نفاق، لوږې، ناقانوني او نورو ستونزو پرته بله هېڅ ډالۍ نه درلوده. خلک غواړي یو قانوني او سوله ییز بدیل وړاندې کړي. خلک به ودریږي، که حکومت غواړي او که نه غواړي. خلک د یوې دودیزې لویې جرګې له لارې زموږ د سترو ستونزو حل غواړي، که یې اپوزېسیون ملاتړ کوي او که د ولسي خوځښت د منحرف کولو هڅه کوي. ولس به تغیر راوړي او ددغه حالت د دوام مخه به نیسي، نه یې حکومت مخه نیولی شي او نه یې هم د اپوزسیون په نامه ډلې له دغه هدفه منحرفولی شي.
 
سرچینه: سرنوشت ورځپاڼه