
داسې
داسې بيتونومې ولوستل چې دې ته يې اړ کړم چې په مينه مينه پرې لا ښه ځان پوه کړم له هغه وخت راهيسې چې دځوان اوهڅاندشاعرارشادرغاندصيب له شعرونو سره مې مخه شوي ،هرچېرې يې چې په کومه ويبپاڼه کې شعر ووينم دوه درې ځله يې ارومرو لولم . درغاند صيب شعرله ورايه جوتيږي چې شعر په زور نه دي ليکل شوي بلکې تر څنګ سړي ته داګيله پيدا شي چې له شعر سره شاعر پوره انصاف ندي کړئ، ولې چې دغزل په ځاي يې شعر تر بيتونو محدود پريښئ فکر کوم چې يواځينۍ وجه به يې همدا وي چې په دا اخر وختونو کې يوشمېر کره کتونکي وايي چې په شعر کې نوښت پکار دي بايد ليکوال خپلې خبرې ټولنې ته وړاندې کړي اوځان ژمن وبولي چې نوي خبرې ولري زه يې همدا لامل بولم چې ښاغلي رغاندصيب يې تر بيتونوپورې محدود کړئ او يا يې بل لامل هم کيداي شي مګررغاندصيب غواړي چې داسې څه ووايي چې چيرې يې مخکې له چا نه وي اوريدلي داکوښښ يې زه په ځاي بولم او ترډېره حده کامياب هم دي اولوي څښتن پرې ښه استعداد لورولي دي تر ډېره حده يې خبرې نوې او هم يې شعري انځورونه خپل دي دپراخ قاموس څښتن دي. ساده اوشډل توري رنګينوي ددې تضادوکلمواوډلوصلاحيت د ډېرو کموشاعرانو په نصيب کيږي يعنې
ساده اورنګين ديوبل عکس اوتضادنومونه دي خوچې کله پدې ساده تورو دشعرهنرمندورپېښ شي ترې داسې جملې اوبيتونه جوړکړي چې ترې دنيا دنيا رنګينۍ راوزېږي اوسړي حيران ورته پاتې شي په هرحال که درغاندصيب له څلورو بيتونونه يې لومړي بيت ته تم شوپه ډېر دقيق ډول داسې څه وايي چې ما تراوسه مخکې په شعرکې نه دي اوريدلي اوياليدلي دمور اولور ژوره مينه دمعاشرې ځوريدلي حالات اودخپلې لورهغه راتلونکي چې په مشکل يې مور پوهه ده،او داسې ډېرې ورته خبرې په دې بيت کې رانغاړي لکه چې وايي :
وايي په بــــــدومې پېرزو نه يې،خوڅــــــــه وکړمـــــــه؟
پښتنې پېغــــــــلې ته يې مور پېـــــکي کې ګوتې وهي
په پيکي ګوتې وهل يوداسې انځوريااصطلاح ده چې سړي ترې ډېر خونداورنګ اخيستي شي داکليمات دموراولور ترمنځ هغه ژوراو مينه ناک ربط اوياتړون ښکاره کوي چې په فطري او هم حياتي ډول د دوي ترمېنځ وجود لري اواکثره چې زنانه په کليوالي ژوندکې ديوې بلې په زنګانو سرونه کېږدي په ډېره مينه اوخوندديوې اوبلې په سرونوکې ګوتي وهي،په دويم بيت کې دحقيقي اومجازي مينې ترمنځ دبيلتون کرښه راکاږي او داسې خوښې اوذوقونه راپېژني لکه چې وايي :
څوک په اختــــــــه يارانې کبر کوي،پاى يې غــــــواړي
څوک په ژړا د يو انځـــــــــــور پېکي کې ګــــــوتې وهي
دې بيت خو پخپله زه داسې له ګوتې ونيوم که واقعي چې زه دې ورته پېښې شاهدوم ،کله کله رښتياهم حالات داسې شي چې دانځور په پېکي ګوتووهلو ته سړي اړ شي .يوټپه ده چې : څوک يې ديدن پسې ړانده شوه : څوک يې له .....
په دريم بيت کې شاعر پوره يوه دنيا خبرې کړي څومره ښه وايي چې :
منم،تضــــــــــاد رنګـــــــونه هم،ښايسته تابلــو پنځوي
جانان چې ما ګوري،خپل تور پېکي کې ګـــوتې وهي
پدې بيت کې شاعر واقعي ښکلي تابلوپنځوي اکثر وخت دمئينوتر مينځ داسې ترخې پېښې رامنځ ته شي چې ددې پېښوپه سبب يې اميدواري اومينه لا پياوړي شي اوسړي داسې فکر کوي چې يوډول شوخي راسره کوي اکثره وخت چې مدمقابل لوري غصه شي بيا په پېکي کې ګوتې وهي اودا ډېره په زړه پورې تابلوجوړوي په داسې صورت کې چې مئين ته يې دا دپېکي دګوتووهل يو ځانګړي اهميت لري .
وايي د يار د اسوېلـــــــــو تودوخـــــــــــه هــــــــم داسې ده
رغــــــــاند په دې موخـــــــه د اور پېکي کې ګوتې وهي
په اخر بيت کې يې ډېره په ځاي تشبيه کارولي اوترڅنګ يې يو ډېر ښکلي انځور تصويرکړئ داسويلو تودخه يې داور له تودخې سره پرتله کړي اوشاعر چې کله اور لړي اوياورنږدې کيږي ديار داسويلوهغه تصور اوتصوير يې سترګو ته دارېږي اويا يې حس کوي . درنولوستونکوپورتنۍ ليکنه مې دهمدغوبيتونونه دخونداوکيف اخيستو په پورکې کړي . په اخرکې رغاندصيب ته دډېرو برياوپه هيله
په درناوي
بختيارځدران