
ژباړه: اسما لمر
په نړۍ کې د ګلف لوبې مشهور اتل کله چې په یوه مسابقه کې ګټونکی شو، یوې ښځې یې مخې ته ور منډه کړه او ورته ویې ویل :
بچی مې سخت ناروغ دی، مرسته راسره وکړه د مرګ په حالت پروت دی او مري!
هغه له ځنډ پرته هغه پيسې چې په لوبه کې ګټلې وې، هغه ميرمنې ته ورکړې.
یوڅه موده وروسته یې یوه ملګري هغه سره تلیفوني اړیکه ونیوه او ورته ویې وی:
#بد خبر درته لرم
هغه ښځه چې له تاسې نه یې دزوی د مریضۍ په بهانه پيسې یوړې، یوه چلبازه او تېر اېستونکې ښځه وه، چې لا یې واده هم نه دی کړی او نه کوم بچی لري!
دګلف لوبې قهرمان په ځواب کې ورته وویل:
داخو #ښه خبر دی
شکر چې یو ماشوم ناروغه ندی او شکر چې یو ماشوم د مرګ په حال کې نه دی!!!