
١٣٨٨ د قوس٣مه
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو رياست په پام کې لري تر څو د هيواد د پوهنې د ټولو محترمو ( موجوده او متوفى) وزيرانو او معينانو ژوند ليکونه، تګلارې او په دې برخه کې نور ضروري معلومات د يوه کتاب په بڼه راټول او په ډير ښکلي او عالي صحافت، په مستند او تصويري شکل سره چاپ کړي.
د پوهنې وزارت د نشراتو او اطلاعاتو رياست، د پوهنې له ټولو پخوانيو وزير صاحبانو، معينانو او د هغوى له کورنيو څخه غواړي تر څو له ياد شوي رياست سره په دې برخه کې مرسته وکړي او د يوې مياشتې په بهير کې خپلې بيوګرافۍ، سوانح، عکسونه او نور هر اړخيزه معلومات د پوهنې په وزارت کې د نشراتو او اطلاعاتو لوى رياست ته وسپاري.
په درناوي
محمد آصف ننګ
د نشراتو او اطلاعاتو لوى رئيس