تاپسې نظــــر ګـــرځـــــوم تا پســــــــې زړه ګرځوم
ستا په ځوانۍ پسې هروخت دوه تنه غله ګرځوم
راټولــــومــــــه د جانان د راتلــــــــــو نښه ترې نــــه
د فا ل نيلـــــی د هـــــــرسړي پــــر اووم پله ګرځوم
بې کاره نه يمــــه دا هـــم لوی مصروفيت ګڼمه
ستا په وړو وړو خـــــبرو پسې خولــــــه ګــرځوم
هسې للو شم د سحر د بانګ نه لږ څه وړاندې
د سحر لمونځ ګرانه! هميش په لمر خاته ګرځوم
مينه به زر په تـــا ناتوان جلان تاوان کــــړي اشنا
خدای دې راپېښ کړه تاته لاس کې تيار مړه ګرځوم
سيدجيلاني جلان
وروستي