زه او زما زړه

 سترگې مې وغړولې په لويه نړۍ مې سترگې ولږېدې تم نه شوم د ډېرې وېرې مې په ژړا او كانگو بريد وكړ. زه په ژړا ژړا وم چې يو ناڅاپه يوه چا راسره په ټيټ او نني اواز خبرې پيل كړې- ولې ژاړې ؟ مه ژاړه! زه خو درسره يم، خداى شته چې د دغې خبرو په اورېدو سره مې روح ارام شو او غلى شوم. په دې ډول هركله به چې پر ما خپگان او خوشالي راتله ده به خبرې راسره كولې او خوښې خپگان به يې راسره شريكولو. نه پوهيگم چې ولې ، خو يوه ورځ په داسې حال كې چې زه په خپل حال نه وم، ښايي دى رانه  خپه شوى وي، دغه اوز ورو ورو زما نه لرې لرې كېده او رانه لاړ زه يې يوازې د خپل بدن سره پرښودم.