اى خدايه!

 اى خدايه! 
څومره ډېر ژوند دې رابخښلى ، د دې نړۍ څومره ډېر دردونه او غمونه زما په زړه پټ او خوندي دي، كله به هغه وخت راځي چې زه به هم لكه ستا نور بنده ګان د تل لپاره سترگې پټوم؟
 كله به زما ورا چې شيبه په شيبه يې يادوم او سترگو سترگو ته مې كيږي راځي؟
 كله به زه هم خپل ځان ته تل پاتې كور او گور جوړوم؟
 زه په دغه خيالونو او فكرونو كې وم چې مرگ ظالم په بې رحمه غږ راته وويل: ته په دې پوهيږې چې زه په يوه درنده او ژوره ساه دا ټوله نړۍ خپل زړه ته د ننه كولاى شم؟