۱ـ د ایمان څخه وروسته د اسلام دوهم اساسي رکن لمونځ دئ.
۲ـ له الله تعالی سره د اړیکو د ټینګښت تر ټولو ستره وسیله لمونځ دئ.
۳ـ رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د خپلو سترګو یخوالی په لمونځ کي ښودلی دئ، کله به چي د لمانځه وخت راورسیدو، نو بلال رضی الله تعالی عنه ته به ئې په داسي الفاظو د اقامت حکم کاوو ( یا بلال اقم الصلاه ارحنا بها ) ، اې بلاله د لمانځه لپاره اقامت ووایه موږ ته پرې ډاډ را په برخه کړه.
۴- په قرانکریم کي لمونځ د کامیابو خلکو نښه ښودل شوې ده ، لکه چې فرمایې (قد افلح المومنون...)
۵ـ رښتیني مومنان د حلالي روزي د ګټلو تر څنګ د لمانځه پابندي کوي .
۶ـ لمونځ د مسلمان سره د مشکلاتو او تکالیفو په حل کولو کي مرسته کوي .
۷ـ لمونځ د پخوانیو سترو پیغمبرانو دنده ده ،
۸ـ زموږ پیغمبر محمد صلی الله علیه وسلم ته هم د الله پاک له خوا د لمانځه حکم شوی دئ .
۹- په لمانځه کي سستي کول او د ځان ښودني په خاطر ئې تر سره کول د منافقینو عادت دئ .
۱۰ ـ لمونځ پریښودل انسان د جهنم مستحق ګرځوي .
۱۱ ـ اسلام لمونځ پریښودلو ته په هیڅ حالت کي جواز نه دى ور کړي .
۱۲ـ د ایمان له راوړلو وروسته مسلمان څخه دویمه غوښتنه داده ، چي لمونځ له خپلو شرطونو او ادابو سره اداء کړي .
۱۳ ـ څرنګه چي په عقایدو کي پر الله پاک او د هغه پر صفاتو ایمان او عقیده درلودل د دین سرچینه ګنل کیږي دغسي لمونځ هم د ټول دین عملي بنسټ ګڼل شوی دئ .
۱۴- د کافر او مومن تر منځ حقیقي توپیر په لمانځه سره ښودل شوی دئ .
۱۵- د قیامت په ورځ به تر هر څه مخکي د لمانځه په اړه پوښتنه کیږي ، که لمونځ ئې درست وي ، نو د ژوند ټولي چاري به ئې درستي وي او که په لمانځه کي ئې نقصان او کوتاهي وي نو د ژوند ټولي چاري به ئې په نقصان کي وي .
۱۶- په اسمانونو کي د نورو عباداتو په خلاف د لمانځه فرضیت د لمانځه په اهمیت ستر دلیل ګڼل کیږي .
۱۷- د لمانځه فرضیت عمومي دئ ،لمونځ د نورو عبادتو په څیر نه دئ چي پر ځینو فرض وي او پر ځینو نه وي ،لکه حج او زکات ، چي یواځي په شتمنو خلکو په ټاکلو وختونو کي فرض دئ .
۱۸- راشده خلفاوو به خپلو مامورینو ته لارښوونه کوله چي لمونځونو کي پوره پاملرنه وکړي .
وروستي