د حاجي ميرزا علي خان ( ايپي فقير ) د پنځوسم تلين په اړه

محمد طاهر كاڼى
د افغانستان ملي اتل ، ټولنيز او روحاني شخصيت ، حاجي ميرزا علي خان ( ايپي فقير ) په ۱۸۹۷ ز كال كې د شمالي وزيرستان د ايپي په كلي كې زېږېدلى دى . د ميرزا علي خان پلار ارسلا خان نومېده ، چې يو روحاني او قدرمن سړى وو . ميرزا علي خان په ديني ښوونځي كې زده كړې كړې وې .
د ايپي فقير په ۱۹۲۳ ز كال كې مكې شريفې ته ولاړ او حج يې وكړ . هېواد ته له راستنېدو نه وروسته يې د ايپي په كلي كې ، چې د بنو او رزمك لويې لارې ته نږدې موقعيت لري ، خپل ژوند ته دوام وركړ . د خلكو په منځ كې دده درناوى ورو ورو په زياتېدو شو او د حاجي صاحب په درانه نامه سره به يادېده . سربېره پردې ، دى هغه مهال د يوه ديني ، لوى روحاني شخصيت او ملي مبارز په توگه په ټوله سيمه او افغانستان كې اوڅار شو ، كله چې يې د شلمې پېړۍ په دېرشمو كلونو كې د وزيرستان او شاوخوا سيمو نور پښتانه د لويې برتانيا د ښكېلاك پر ضد وسله والې مبارزې ته راوبلل او په دې لاره كې يې برياوې په برخه شوې .
ددغه ملي مبارز تر مشرۍ لاندې د لويې برتانيا پرضد د پښتنو او افغانانو جگړې په څلوېښتمو كلونو كې هم دوام درلود . پر انگرېزانو باندې د ايپي فقير د ډېر كمپېښه جگړه ييز تاكتيك درلودونكي بريدونه داسې پرله پسې ترسره كېدل ، چې انگرېزان يې تر پوزې پورې راوستي ول او حيران ول چې څه ورسره وكړي . د “ جرمني امپراتورۍ افغاني جگړې “ كتاب ليكوال ښاغلى “ يوري نيكولايوويچ تيخونوف “ ليكي ، چې د ايپي فقير د له منځه وړلو په موخه د برتانوي هند ښكېلاكگرو چارواكو د خپلو پوځي هوايي ځواكونو تر ټولو تكړه پيلوټانو ته امر وكړ ، چې د ايپي فقير او نورو پاڅون كوونكو پښتنو ټول كلي ، كورونه ، د دوى پټنځايونه په بې رحمۍ سره داسې بمبار كړي ، چې كورټ ژوندى سرى پكې پاتې نه شي . خو هر ځل چې به انگرېز چارواكو د ميرزاعلي خان د نيولو او يا وژلو لپاره پر پوځي كمپاين لاس پورې كړ او خپل وسله وال ځواك به يې په كار واچاوه ، نو هېڅ ډول كومه پايله به يې نه وركوله .
پخپله انگرېزان په دې اعتراف كوي ، چې څلوېښت زره كسيز انگرېزي پوځ د ايپي فقير او نورو پښتنو سيمې كلابندي كړې ، له پاسه پرې پوځي الوتكو بمبارۍ كړئ ، په داسې حال كې چې له ايپي فقير سره به زر يا يونيم زره كسه په سمڅو كې پټ ول ، نه يې الوتكې درلودې ، نه يې شوبلې ، نه يې مخابراتي چارې سمبال وي او د كارتوسو له كموالي سره خو تل لاس او گرېوان ول ، بيا به هم انگرېز پوځونه تش لاس بېرته خپلو مېشتځايونو ته ستانه شول .
ښاغلى “ تيخونوف “ د خپل كتاب په يو بل ځاى كې د انگرېز جگپوړو افسرانو له قوله ليكي ، چې انگرېز جگپوړي افسران او جنرالان هېښ پاتې ول او د علي خان جگړه ييز تاكتيك داسې فكر ورسره پيدا كړى وو ، لكه ده چې په برتانيا كې كومه لوړه پوځي اكاډمي پاى ته رسولې وي . نوموړى ليكوال ليكي ، چې په افغانستان كې د محمد ظاهر شاه حكومت هم له ميرزا علي خان نه د ډار احساس كاوه ، ځكه چې له ده سره نه يوازې چې د ډيورنډ كرښې نه لاندې پښتانه ولاړ ول ، بلكې د ډيورنډ نه دې خوا افغانستان د بېلا بېلو ولايتونو پښتنو هم دده ملاتړ كاوه او په لسگونو زرو غازيانو څو ځلي دده له نورو لښكرو سره يو ځاى په جگړو كې گډون كړى وو . دده د ټولو لښكرو شمېر تر سلو زرو پورې رسېده ، نو كه چيرې يې د پاچا محمد ظاهر شاه په سياست كې كوم څه د انگرېزانو په پلو احساس كړي واى ، نو بيا خو فكر نه كېده ، چې د ايپي فقير ددغه لوى ځواك د احتمالي بريد په وړاندې دې يې د افغانستان دولت ځان ټينگ كړى واى . 
له برتانوي امپراتورۍ سره د ايپي فقير تر مشرۍ لاندې جگړو كې ډېر پښتانه او افغانان هم له منځه ولاړل او شهيدان شول ، خو دا د هېواد د خپلواكۍ په لاره كې جگړې او د هېوادپالنې په لاره كې د دوى كارنامې وې ، چې ياد به يې زموږ د هېواد تاريخ پخپلو زرينو پاڼو كې په وياړ سره ساتې .
حاجي ميرزا علي خان د ژوند په وروستيو مهالونو كې د سالنډۍ له ناروغۍ نه په تكليف وو . په وروستيو شپو ورځو كې ان دومره كمځواكه شوى وو ، چې پخپله به يې څو گامه هم نشو اخيستلاى . د افغانستان دغه نوميالي مبارز د ۱۹۶۰ ز كال د اپرېل د مياشتې د ۱۶ نېټې په شپه له دې فاني نړۍ نه سترگې پټې كړې او افغانستان له يوه بهادر ، پياوړي ، رښتين او اتل بچي نه بې برخې شو .
ددغه نوميالي شخصيت د جنازې په مراسمو كې په زرگونو خلكو گډون كړى وو ، چې د هغوى په شمېر كې يو هم مولوى پير رحمان وو . د حاجي ميرزا علي خان جنازه په گورويهت كې خاورو ته وسپارل شوه .
د راتلونكي نوي ۲۰۱۰ ز كال په اپرېل كې ددغه نوميالي ، روحاني ، هېواد پال شخصيت او ملي اتل د مړينې پنځوسم تلين پوره كيږي . زما وړانديز ټولو افغاني ، ملي ، كولتوري ټولنو ، بنسټونو ، په تېره بيا د افغانستان د كولتوري ودې ټولنې ( جرمني ) ته دا دى ، ( كه چيرې يې تر اوسه پورې لا په دې برخه كې په چمتووالي لاس نه وي پورې كړى ) چې كه د شونتيا تر بريده په راتلونكي كال كې په دې مناسبت د يوې پوهنغونډې د سرته رسولو لپاره تابيا وكړي نو ډېره به ښه وي . همدا راز په دغه مناسبت به د يو شمېر كتابونو چاپول ، او بيا د ايپي فقير د ژوند او مبارزې په اړه د ځانگړي كتاب چمتو كېدل او ورسره د پوهنغونډې د توكو د ټولگې چاپ به لا يو بركتي او ملي دنده وي او ددغه نوميالي ياد به زموږ ټولو افغانانو په زړونو او ذهنونو كې لا رنگين او تازه كړي .
ما اورېدلي دي ، چې د حاجي ميرزا علي خان زامن ،لمسيان نور خپلوان ، كليوال اوس هم ژوندي دي او څښتن تعالى دې يې ژوند نور هم اوږد كړي . پر دې بنسټ ويلاى شو ، چې دده په اړه د څېړنې لپاره پر ليكل شويو او چاپ شويو مالوماتو سر بېره ، دده او دده د نږدې ملگرو ، دده د هغه كور ، چې دى پكې اوسېده ، د رامځاى او نورو اړوندو اړخونو په اړه د مالوماتو او انځورونو راټولولو لپاره شونتيا شتون لري . په تېره بيا داسې څوك ، چې په پېښور او وزيرستان كې ژوند كوي او يا هلته د تگ راتگ شونتياوې ولري ، په دې تړاو كولاى شي چې ښايسته ډېر توكي راټول كړي . ددې كار ترسره كول او دده د مړينې د پنځوسم تلين په مناسبت د پوهنغونډې يا پوهنغونډو رابلل به له يوې خوا د ثواب كار وي ، له بلې خوا به د داسې يو ملي شخصت د كارنامو ياد ژوندى وساتل شي ، چې زموږ د هېواد په تاريخ كې يې يوه ځلانده پاڼه پرې اېښې او په موږ ټولو افغانانو يې حق هم ډېر دى . هيله من يم ، چې په افغانستان كې به اړوند چارواكي هم په دې تړاو اړين گامونه واخلي . 
يادونه : په دې ليكنه كې له انگرېزي برېښنايي پوهنغونډ ( ويكيپېډيا) او د “ يوري نيكولايوويچ تيخونوف “ ، “ د جرمني امپراتورۍ افغاني جگړې “ له كتاب نه كار اخيستل شوى دى .
 
۲۰۰۹ ز كال د نوامبر ۲۲