د ليكوالو او ژباړونكو د پام وړ

(( د افغانستان شمالي پوله ، روسي او برتانوي امپراتورۍ )) د هغو ۱۵۹ مهمو تاريخي لاسوندونو ټولگه ده چې د روان زېږدي كال په دوبي كې مې د دوو مياشتو له پرله پسې پلټنو نه وروسته په يوه روسي ويبپاڼه كې وموندل . دغه لاسوندونه د افغانستان د شمالي پولې د ټاكلو او تېرولو په اړه د امير شېرعليخان او امير عبدالرحمان خان د واكمنۍ ( له ۱۸۷۲ – ۱۸۸۵ ز كلونو ) پر مهال د روسي او برتانوي امپراتوريو د بهرنيو چارو وزارتونو او سفارتونو ترمنځ تبادله شوي يادښتونه ، مكتوبونه او ليكونه دي . په دغو لاسوندونو كې هر لوري هڅه كړې چې د افغانستان شمالي پوله داسې تېره او وټاكل شي چې د دوى په خوښه وي . د بدخشان ولايت ، شغنان ، روشن او واخان په تړاو روسان په دې ټينگار كوي چې دا يوه خپلواكه سيمه ده او په امير شېرعليخان پورې اړه نه لري ، خو انگرېزان بيا په دې ټينگار كوي چې دغه ولايت د افغانستان د خاورې يوه نه بېلېدونكې برخه ده . په پايله كې روسان پرې راضي كيږي او ورسره مني يې .
همدار راز په ۱۸۸۵ ز كال كې د پنجدې پر سر د افغانانو او روسانو ترمنځ جگړې په اړه پكې څرگندونې راغلې دي . د افغانستان د شمالي پولې او سرحدي كرښې د تېرولو او ټاكنې لپاره د روسانو او انگرېزانو د گډ كميسيون په اړه او په دغه كميسيون كې افغان استازي ته د شاملېدو اجازه نه وركولو په اړه پكې بيان شوى دى . په پاى كې د افغانستان ددغې پولې ، چې له خواجه صالح نه تر ذوالفقاره غځېدلې ، د ټاكنې په اړه د دواړو امپراتوريو ترمنځ  يو پروتوكول لاسليك شوى دى .
دغه لاسوندونه ، چې ما يې نوم د تېرو پينځو ، يا شپږو كلونو په اوږدو كې د ځينو روسي ختيځ پوهانو او تاريخ پوهانو د اثارو په اخځليكونو كې (( د افغاني سرحد ټاكل )) په نامه لوستى وو ، ماته داسې وبرېښېده چې په روسيه كې تر اوسه پورې د كوم كتاب په بڼه نه دي چاپ شوي او داسې ښكاري چې له كوم تاريخي كتابتون او يا هم ارشيف نه راايستل شوي او په سايټ كې پرليكه شوي دي . ددغو لاسوندونو له كتنې نه وروسته زه په دې اند شوم چې پښتو ژبې ته د هغوى راژباړل به اړين وي او هم به زموږ د تاريخ لپاره ځانگړى ارزښت ولري ، ځكه خو يې ما هم په دې وروستيو كې په ژباړه پيل وكړ . په دې برخه كې زه زموږ د هېواد د پياوړي او نامتو ليكوال ، څېړونكي او  تاريخپوه پوهاند ډاكتر محمد حسن كاكړ صاحب نه ډېره ډېره مننه كوم چې له ما نه يې خپلې ارزښتناكې سلا مشورې  ونه سپمولې .
همدا راز مې د (( هند ته د فرانسي او روسي پوځونو د لښكركشۍ پلان )) په نامه يوبل كتاب لپاره هم ځينې توكي راټول كړي دي . په دغو توكو كې د نولسمې پېړۍ په سر كې د فرانسې له امپراتور ناپليون بوناپارت سره د روسي امپراتور لومړي پاول د هغه گډ پلان په اړه بيان شوى چې غوښتل يې د افغانستان د هرات او كندهار له لارې هند ته لښكركشي وكړي او له دغه هېواد نه انگرېزان وشړي ، خو لكه څنگه چې د ۱۸۰۱ ز كال په مارچ  كې د روسيې امپراتور لومړى پاول ومړ نو د لښكركشۍ دغه پلان هم پلى نشو .
هند ته د روسانو د دويمې لښكركشۍ په اړه مې هم ځينې توكي راټول كړي دي .  د نولسمې پېړۍ په دويمه نيمايي كې پتېيل شوې وه چې روسى پوځ د روسيې د امپراتور دويم الكساندر او افغان واكمن امير شېرعليخان د واكمنيو پر مهال د افغانستان له لارې هند ته لښكر كشي وكړي ، چې البته پر نورو موخو سربېره ددغې لښكركشۍ لويه موخه هم له انگرېزانو سره سيالي او له هندوستان نه د هغوى شړل وو . خو لكه څنگه چې روسي او برتانوي امپراتوريو په برلين كې د يوې غونډې په ترڅ كې د اروپا ځينې سيمې او هېوادونه پخپل منځ كې سره وويشل او سوله يې وكړه نو له دې لامله روسانو هم هند ته له دغې لښكركشۍ نه لاس واخيست . دا هم (( هند ته د فرانسي او روسي پوځونو د لښكركشۍ )) دكتاب يوه برخه ده چې په ما پرې څه ناڅه كار كړى او په راتلونكي كې به يې كار په بشپړ ډول پاى ته رسوم .
درېيم كتاب چې ما يې د ليكنې لپاره نږدې په سلو كې اويا برخې توكي راټول كړي ، هغه (( عبدالاحد مومند ، لومړنى افغان كيهانورد )) نوميږي . زما په اند كيهان ته د لومړني افغان كيهانورد او څېړونكي الوتنه زموږ د ډېر وروسته پاتې هېواد لپاره يوه ډېره په زړه پورې او كمپېښه ( نايابه ) پېښه وه او ده چې زموږ د هېواد په تاريخ كې به تل ژوندۍ وي . پتېيلې مې ده چې په دې كتاب كې د افغانستان او شوروي اتحاد د اتل ښاغلي عبدالاحد مومند ( چې له كيهاني الوتنې نه وروسته ورته په ۱۹۸۸ ز كال كې دغه اتلولي وركړ شوه ) د ژوندليك ، زده كړو ، دندې ، كيهان ته ددوى د الوتنې په اړه مالومات ، همدا راز له دوى سره د يوې مركې د بهير توكي راټول كړم او په پاى كې يې د انځورونو برخه هم د شونتيا تر بريده شتمنه كړم .
ما دلته ددغو اثارو ، چې اوسمهال زما تر لاس لاندې او كار پرې كوم ، په اړه ددې لپاره يادونه وكړه چې زموږ نور درانه ليكوال او ژباړونكي خبر وي او داسې نه چې په يو اثر باندې هممهال دوه يا درې ځايه كار ترسره شي او يا هم وژباړل شي .
څښتن تعالى دې زما غوندې بختور خلك ، چې د خپل هېوادني كولتور د چوپړ وياړ يې پرې لورولى وي ، نور هم ډېر كړي چې وكولاى شو خپله لرغونې ، خوږه او تاريخي پښتو ژبه له  گاونډيو او نورو نړيوالو ژبو سره د سيالۍ جوگه كړو .
 
ژوندى دې وي زموږ گران هېواد افغانستان
تل دې وي سوله
 
محمد طاهر كاڼى
روسيه – ولگينسكي
د ۲۰۰۸ ز كال د ډسمبر ۲۰