د ګلـــــــو بدرګـــه چې ګام په ګام ورسره ځي
په مست او سندريز تګ مې ګلفام ورسره ځي
د مخ له ايينو نه يې ګېډۍ جلوې زنګېږي؟
که پيڅه کې د سپينو شيدو جام ورسره ځي
دا دوې کوترې دي د نامعلوم جادوګر لوڼه
د سرو پاپيو تلــــو کې روغ بام ورسره ځي
دستا د کلی خوا ته چې هر څوک درځي جانانه!
زمونږ لـــــه خولـــونه خامخا سلام ورسره ځي
اشنا چې د نازونو جامې واغوندي جلانه!
دنګ غرونه د ښايست په احترام ورسره ځي
سيدجيلاني جلان
وروستي