د ژوند کيسه

ستــــا د ديدن په ياد راځم ستا په
کوځه جــــانـانـــه
زړګى مې تا وړى والله چې يم بې زړه
جـــــانـــانــــ‌‌‌‌ــه

بې قدره اوښکې پر مخ راغلې بيا
ګريوان لمدوي
خاورو ته لويږي رانه بيا دانـــــه
دانــــه جـــانـــانـــــه

سترګې دې ډېرې ښايسته دي څنګه زړه
وســــاتم
نري،نري کوي دردونه شـــــــي
لمبــــــه جانـــــانـــــه

دعـــــــشق بيړۍ راځينې لاړه بې
ساحـــــله شولـــــه
يم لاهـــــــوشـــــــوى په درياب
څپه،څپه جــــــــانانه

وصال چې ستړى،سـتړى ښکاري ملامــت
نه ديه
نيمګړي پاتې ده زموږ دژوندکــيسه
جـــانــانــــــه
(وصال) بهسود خپله جونګړه
١٣٨٧.١٠ . ٢